د بهرنیو چارو وزير مولوي امير خان متقي په کېمرون هېواد کې د اسلامي همکارۍ سازمان سږ کلنې پنځوسمه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې وويل چې افغانستان د څو لسيزو وروسته له اشغال څخه خلاص شوی، اداري فساد له منځه تللې، د مخدره موادو کښت او کارونه په مطلق ډول بند دي، د هېواد او خلکو حقونه تضمين،او افغانستان د يوه مرکزي او قوي حکومت درلودونکی دی.
ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې وېلي چې افغانستان د دې ترڅنګ يو لړ ستونزې هم لري چې عمده هغه یې د امريکا له لوري د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدل، اقتصادي بنديزونه، پرته له کوم دليله د رسميت پېژندنې حق اخيستل، او د افغانستان په خلاف تبليغاتي جګړه ده.
ښاغلي متقي همدارنګه په نړيوالو غږ کړی چې نړيوال دې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړيکو ته داخل شي، دوه اړخيز مثبت تعامل دې وکړي، او په ياد دې لري چې د افغانستان خاوره به د هېچا په خلاف ونه کارول شي.
يادې غونډې ته د ښاغلي متقي د وينا يوه برخه د فلسطين په موضوع راڅرخېده، او وې ويل چې؛ فلسطين له تېرې يوې پېړۍ راهيسې د صهیونیستانو تر وحشت لاندې دی او د مسلمانانو نسل وژنه پکې ترسره کېږي، ښاغلي متقي وويل تېر يو کال صهيونيستي اشغالګرو په فلسطين کې ټول بشري او اسلامي حقونه تر پښو لاندې کړي او لسګونه زره مسلمانان یې شهيدان کړي، خو؛ د دې پرځای چې نړۍ یې مخه ونيسي لا ېې هم د اسرائيلو ملاتړ کړی، ښاغلي متقي هيله څرګنده کړه چې هرڅومره ژر دې فلسطين کې د روان ظلم مخه ونيول شي او د مسلمانانو نسل وژنه دې پای ته ورسېږي.