د تحرير الشام مشر ابو محمد الجولاني د سوریې د حماة ښار خلکو ته په يو غږيز پيغام کې ويلي: له موږ سره وعده وکړئ که موږ حماة ته درغلو نو تاسو به زموږ سره دمشق ته په تګ کې ملګري کيږئ.
د تحرير الشام ځواکونو له تېرو دوه ورځو راهیسې سوريه کې د حلب په څېر د لويو ولايتونو په ګډون سل شاوخوا سيمې ښارونه ولسوالۍ او کلي نيولي او لا هم د پر مختګ په حال کې دي، چې اټکل کېږي ډېر ژر به پلازمېنې دمشق ته ورسېږي.