د حج او اوقافو وزارت پرون په يوه خبري کنفرانس کې خبر ورکړی چې، د هغو حاجیانو چې سږکال یې د حج په مراسمو کې ګډون کړی و، پاتې پیسې هغوی ته بېرته ورکوي.
د حج او اوقافو وزارت وزير مولوي نور محمد ثاقب ياد خبري کنفرانس ته وويل: د في نفر حاجي مصرف (۳۸۲۸،۱۲) درې زره، آته سوه، آته ویشت ډالره او دولس سینټه شوی دی، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا له دقیقې محاسبې وروسته د في نفر حاجي لپاره(۳۷،۸۵۶۴)اووه دیرش اعشاریه پنځه آتیا ډالره او څلور شپیته سینټه بیرته ورکول کیږي.
ښاغلي ثاقب همدارنګه ژمنه وکړه چې، راتلونکی کال به له افغانستان څخه د حاجیانو سهمیه له دېرش زرو څخه څلوېښت زرو ته لوړه کړي.