د سرپرست حکومت مرکزي ویاند مولوي ذبيح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر بنسټ د جوماتونو د برېښنا لګښت معاف شوی او اړونده ادارې ته لارښوونه شوې، چې په راتلونکي کې د یادو لګښتونو د تادیې غوښتنه ونه کړي.
سرچينه وايي، په حکم کې دغه راز له مسؤلینو څخه غوښتنه شوې، چې له دغه معافیت څخه د ناوړه ګټې اخستنې د مخنیوي په موخه د دغې پروسې دقیقه څارنه وکړي.