د سرپرست حکومت مشرتابه د کوچني اختر د لمانځه پر مهال په خپله وينا کې د نظام او ولس تر منځ توپير نه لرلو ته په اشارې ويلي چې، ولس دې د پرديو د زهرجنو تبليغاتو تر اثر لاندې نه راځي او په پوره معنا دې نظام د ځان او ځان د نظام وګڼي.
نوموړي همدا راز عام ولس ته په خطاب کې زياته کړې ده چې: «تاسو نه ياست جلا، تاسو د حکومت خلک ياست، تاسو د امارت خلک ياست، د دې نظريې زه سخت خلاف يم چې امارتي او غير امارتي، زه وايم ټول امارتي دي، موږ او تاسو سره يو، يو؛ زه ستاسو جهاد ته درناوی لرم».
مشرتابه دغه راز عام ولس ته سپارښتنه کړې چې، څنګه تېر شل کاله د اشغال پر وړاندې جنګېدلي او خپلواکي یې اخيستې، همداسې دې لسګونه کلونه نور د دې نظام د پياوړتيا لپاره کار او هڅې کوي.