تحلیل
د امریکا سیاست، جګړه او د دوحې تړون اړتیا:
له سړې جګړې وروسته د امریکا سیاست په کامله توګه تغیر وکړ، زمینه ورته مساعده شوه چې د نړۍ رهبري په خپل لاس کې واخلي. امریکا د ملګرو ملتونو په حقوقي او ناټو سازمانونو په نظامي ملګرتیا، پر عربي او آسیايي هېوادونو یرغلونه وکړل، افغانس۹تان هم د دغه یرغلونو په لړۍ کې اشغال شو. امریکا د لیبرال ډیموکراسۍ، آزاد بازار او خصوصي سکټور په پلمه د بنسټپالنې، افراطیت، تروریزم او نړۍوال خطر په نوم د کمونیزم د مخنیوي او اسلام د بدنامۍ په منظور کمزوري هېوادونه اشغال کړل.
امریکا هم د شوروي اتحاد په ډول د افغانستان په اشغال سره، د افغانانو په وړاندې یوه نابرابره جګړه را پیل کړې وه، په اصل کې دا په افغانستان کې د جګړو د پیل شوې دورې دوام و. امریکا له وړاندې پوهېده چې د شوروي اتحاد په وړاندې د افغانانو په جهاد سره د دوی جذبې بیا را ژوندۍ شوې دي او د هر اشغال په وړاندې درېږي، د دې لپاره چې دغه جهادي جذبې مړاوې کړي، د نظامي جګړې په څنګ کې یې رواني جګړه هم کول.
خو د جګړې په ډګر کې د اشغالګرو ځواکونو او اجیرانو اعمالو، کړنو او مظالمو د بهرنیانو د رواني جګړې اثر کم کړی و، ځکه دوی که یو خوا د ځان په نفعه او د جهادي ډلو په ضد تبلیغات کول، بل خوا یې بیا ملکي وګړي شهیدان، زندانیان او ربړول، د افغان ولس د شکنجې، وژنې او ځورونې له هیڅ تکتیک څخه یې لاس نه اخیسته.
د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ له سقوط وروسته، د طالبانو خوځښت ضعیف شوی و، خو د امریکا او د هغوی د ملګرو چلن د طالبانو صف ورځ تر بلې پیاوړی کاوه، طالبانو ولسي رنګ اخیستی و، د جګړې شدت او د اجیري ادارې کمزورتیا تحولاتو ته لار هوارول، امریکایان د افغانستان په اړه په خپلو تحلیلونو کې ناکام ثابت شوي وو او ناکامي یې په خپلو سترګو لیدل.
د افغانستان یرغل د امریکا لومړنی یرغل نه و، بلکې له دې وړاندې په ویتنام او نورو هېوادونو کې هم د دوی د شرمناکې ماتې بیلګې څرګندې وې؛ په افغانستان کې یې هم ماتې خوړلې وه، له همدې امله یې د مذاکراتو لار غوره کړه. مذاکرات د امریکا د ماتې له امله د دوی مجبوریت و، باید له افغانستانه د وتلو لپاره یې د اوړو پوزه جوړه کړې وای او خپل تللی حیثیت یې په یو نوم ساتلی وای.
سوله:
سوله د پرځېدلي جمهوریت په اواخرو کې هغه نوم و، چې د ټولو پام یې ځان ته اړولی و، خو بېلابېلو ډلو په بېلابېلو مفاهیمو تبلیغول، مګر سوله باید تعریف شي، تر څو واقعي مفهوم یې واضح وي. د سولې یو تعریف خورا جامع بلل شوی؛ “هو رَفعُ الحربِ و المُخاصَمَات علی شروطٍ تُعرَفُ بشروطِ الصلحِ، او هو عقد یرفع النزاعَ.” صلح/ سوله چې جنګ، شخړه او نزاع پرې په شرطونو سره ختمېږي، هغه چې د سولې په شرطونو باندې یادېږي؛ برابره خبره ده، که نزاع لفظي وي او که وسله واله وي.
د معضلې طرفونه:
په افغانستان کې د جګړې طرفونه که څه هم یوه اختلافي موضوع وه، ځکه چې ډېریو د افغانستان په شل کلنه معضله کې امریکا، طالبان او جمهوري رژیم، درې واړه جهتونه یادول، خو دا یو ناسمه خبره ده، د جګړې طرفونه تنها امریکایان او طالبان وو، جمهوري رژیم د امریکا ما تحت و، په هغه صورت کې د جګړې د طرف په توګه مطرح کېدلای شوای، چې مستقل وای؛ البته په دغه معضله کې د جزء په توګه ځکه دخیل و، چې داخلي امنیتي قواوي او ځینې ارګانونه یې تر لاس لاندې وو او ډېره لږه برخه واک یې درلود، له همدې امله د دوحې تړون په یوه برخه کې هم دخیل شو.
د تړون لاسلیک او مهمې برخې:
د امریکا او طالبانو څو پړاوه اوږده مزاکرات ترسره شول، د اوږدو بحثونو په پایله کې د ۱۳۹۹ل کال د حوت پر لسمه، چې د ۲۰۲۰م کال د فبروري له نهه ویشتمې سره سمون لري، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ یو تړون لاسلیک شو. د دوحې دغه تړون پر لاندې څلورو مهمو برخو مشتمل دی:
۱: هغه تضمینونه او د تنفیذ مېکانیزمونه چې د هرې ډلې یا شخص له خوا د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو د امنیت په خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو څخه مخنیوی وکړي.
۲: له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تضمینونه، د تنفیذ مېکانیزمونه او د یوه مهالویش اعلان.
۳: د نړۍوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو د تضمینونو او د مهالوېش تر اعلان او د امریکا او د هغوی د متحدینو په خلاف د افغان خاورې د نه استفاده کولو له تضمینونو وروسته به، د افغانستان اسلامي امارت له افغان جهتونو سره بین الأفغاني مذاکرات پیلوي.
۴: دايمي او هر اړخیز اوربند به د بین الأفغاني ډیالوګ او مذاکراتو په اجنډا کې یوه موضوع وي. د بین الأفغاني مذاکراتو ګډونوال به د تطبیق د ګډو میکانیزمونو په شمول د یوه دایمي او هر اړخیز اوربند پر نیټې او څرنګوالي بحث وکړي او د افغانستان د راتلونکې سیاسي نقشې له بشپړېدا او توافق سره به یې د یوې برخې په توګه اعلان کړي.
موانع:
په دوحې تړون کې پورته څلور برخې یو له بل سره مرتبطې وې، چې باید یو په بل پسې د مهالوېش مطابق تطبیق شوې وای، خو د تړون هغه برخې چې په تفصیلي توګه د تړون په متن کې شته، لا یې هم تطبیق پاتې دی، خو د دغه تطبیق د مخنیوي عمده عوامل د امریکا نه ژمنتیا او د اشرف غني د فرار له امله د جمهوریت پرځېدل دي.
د دوحې تړون یوه مهمه برخه دا هم وه، چې ټول طالب مشران به د امریکا او نړۍوالو سازمانونو له تورو لیستونو څخه ایستل کېږي، خو د دوحې تړون ته د امریکايي حکومت د نه ژمنتیا له امله تر اوسه لا هم طالب چارواکي د بندیزونو په لیستونو کې شته.
همدا راز د اشرف غني فرار چې د جمهوریت د پرځېدو، حکومتي چارواکو د تېښتې او ځینو دولتي بنسټونو د نړېدو لامل شو، په دوحې تړون کې د بین الأفغاني مذاکراتو بند په کامله توګه د محوې له ننګونې سره مخ کړ او جمهوریت نور د افغانستان په معضله کې د کوچني جزء په توګه لا هم پاتې نشو.
اشرف غني، له هغه ور تاو نږدې کړۍ، ځینې پخواني جنګ سالاران او د جمهوري رژیم له خوا د بین الأفغاني مذاکراتو د ټیم ځینې څهرې جنګ خوښي وې، دوی په یو ډول نه یو ډول د سولې مخالفت کاوه، ځکه چې د سولې په پایله کې اشغال ختمېده او پر افغانستان داسې یو نظام واک ته رسېده، چې پر جګړه خوښو څهرو د تورو پیسو لارې تړل کېدې.
بین الأفغاني مذاکرات د دوحې تړون هغه بند دی، چې ډېره لږ برخه یې تطبیق شول، ځکه د تطبیق په وړاندې یې خنډونه موجود وو؛ د دغه مذاکراتو په اړه ډیر موراد شته، خو درې موارد یې لیکو:
۱: جمهوري رژیم له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره داسې یو بې صلاحیته، د کم عمره افرادو تشکیل شوی، پر ګوندونو او قدرت جزیرو باندې وېشلی ټیم دوحې ته ولېږه، چې په سیاسي ډګر کې د طالبانو له پلاوي سره په هیڅ برخه کې برابر نه و، اصلاً یې له هغوی سره د مذاکراتو توان نه درلود؛ خو دا هر څه په قصدي ترسره کېدل.
۲: جمهوریت د پنځه زره بندیانو د آزادولو مسئلې ترڅنګ، هم د جګړې په کرښو کې له زور، توندۍ او شدت څخه کار اخیست او هم یې د سټېج پر سر داسې څرګندونې کولې، چې د سولې او نږدې والي په ځای یې نفرتونو، جګړې او مخالفت ته لار هوارول؛ د سر اعلی قومندان په توګه اشرف غني او د هغه نږدې ټیم ته تر ډېره دا مسئله ور اوړي، ځکه دوی د سولې اراده نه درلودل، بلکې د واک تږي وو او خپله پنځه کلنه دوره یې پوره کول.
۳: په دوحې تړون کې د بین الأفغاني مذاکراتو بند د له منځه تللو علت د اشرف غني تېښته وه، له دې تېښتې سره د هغه ټیم او لوړ رتبه چارواکي هم وتښتېدل، امنیتي ارګانونه وپاشل شول او د واک خلاء رامنځ ته شوه، له امله یې د جمهوریت په نوم رژیم ړنګ شو، له ړنګېدو سره یې نور جمهوري رژیم د افغانستان د شل کلنې معضلې په حل کې د جرء په توګه لا هم پاتې نشو.
د دوحې تړون د ارتباطي پُل په حیث:
د دوحې تړون د خپل خاص تاریخي اهمیت او ډیپلوماټیک تړاو له مخې، د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د مهم ارتباطي کانال او تعامل لار هم ده؛ د شنونکو په باور، ښايي په راتلونکې کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د نورو مهمو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخوالي لپاره هم د دوحې تړون او د قطر سیاسي دفتر یو پُل شي او له همدې لارې د دوه حکومتونو له ادرسه تعاملات وکړي. په نږدې دریو کلونو کې هم له همدې لارې بېلابېل پرمختګونه شوي، چې د لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره د اسلامي امارت د ځینو چارواکو لیدنې، له ګوانتنامو زندان څخه د ځینو مهمو افغان بندیانو خلاصون او نور پرمختګونه د یادونې وړ دي.
د بهر مېشتو سیاسیونو ناکامې هڅې:
په دې وروستیو کې بهر مېشتو پخوانیو لوبېدلو څهرو، چارواکو او سیاسیونو تر بېلابېلو عنوانونو لاندې ناستې ترسره کړې، دوی په خپلو ناستو کې له طالبانو وروسته افغانستان، د افغانستان د معضلې حل او نورو عنوانونو لاندې هڅه کړې، ځان د افغان سرپرست حکومت په وړاندې د یو قوي جهت په توګه څرګند کړي، د دوی له جملې یې ځینې د بین الأفغاني مذاکراتو پر پیل هم ټینګار کوي او غواړي بین الأفغاني مذاکرات بیا ځل پیل شي، دوی ته په افغانستان کې نیم واک ورکړل شي او له دې لارې خپلې شخصي ګټې خوندي کړي.
مګر په کابل کې د جمهوري رژیم له پرځېدو وروسته د امریکا پالیسي بدله شوې ده، د امریکا پالیسي جوړونکي دې پایلې ته رسېدلي، چې سرپرست حکومت اوس یو مقتدر او مشروع حکومت دی، مخالفي ډلې یې د دې توان نه لري، چې د دغه حکومت په وړاندې یوه جدي ننګونه واوسي او بیا ځل د یو جهت په توګه له اسلامي امارت سره د مذاکراتو مېز ته کېنول شي، بلکې ډېری نړۍوال هېوادونه اوس په دې نظر دي، چې په افغانستان کې باید د اوسني سرپرست حکومت او افغانانو اقتصادي ملاتړ وشي، سیاسي اړیکې ورسره پراخې شي، د تجارت او سفرونو په برخه کې بندیزونه ترې لیرې او داسې افغانان په واک کې ور شریک کړي، چې پاکه سابقه ولري او د چا په وینو یې لاسونه نه وي ککړ.
همدا راز ځينې کړۍ د ناسمو تبلیغاتو په ترسره کولو سره غواړي د دوحې تړون یو ناقص او د افغانستان د بربادۍ تړون تعریف کړي، خو د دوحې تړون اهمیت په خپل ځان کې خورا ډیر دی، ځکه د همدې تړون له مخې په افغانستان کې د امریکا او ناټو اشغال ختم شو او په سیاسي میدان کې ورسره ګڼ شمېر نور تحولات هم راغلل؛ دا چې ځینې کړۍ یې په اړه ناسمې څرګندونې کوي، په واقعیت کې د دغه سیاسي تحولاتو له امله د دوی پر اکاونټونو توري پیسې بندې شوې دي او شخصي ګټې یې په خطر کې لوېدلي دي.
حللارې:
د دوحې تړون په افغانستان کې د تحولاتو پیلامه وه، د دې لپاره چې له دغه تړون څخه لا اعظمي استفاده وشي او ټولو اړخونو ته یې تطبیق د منلو وړ وي، نو څو حللارې شتون لري:
۱: د دې لپاره چې له نړۍوالو سره د ټولو شته اندېښنو د رفع کولو لپاره د سرپرست حکومت د چارواکو سفرونه خورا مهم دي، نو د اسلامي امارت ټول چارواکي باید له تور لېست څخه وایستل شي، تر څو ټول مسایل د جګړې په ځای د ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې حل شي.
۲: افغانستان له څو لسیزو د اقتصادي ضعف سره مخ دی؛ د دې لپاره چې د افغانانو اقتصادي وضعه ښه شي، نړۍ باید د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره د سرپرست حکومت د پلانونو ملاتړ وکړي.
۳: نړۍ باید د افغانستان له خاورې څخه د هغه ډلو د خطر په اړه، چې اندیښنه ترې لري، له سرپرست حکومت سره په تفاهم د مخنیوي پر حل لارو کار وکړي.
۴: نړۍ، په ځانګړې توګه امریکا باید د ټولو هغه ډلو او ټپلو په مخنیوي کې خپل رول اداء کړي، چې د وسلو ځینې کمپنۍ، قاچاقچیان، سازمانونه او کړۍ یې له لارې په افغانستان کې نا امني ترویجوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.