له ترکي رسنیو څخه د خپرو شویو خبرونو له مخې تېره شپه، د روسیې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې د روسیې له سوچي ښار څخه د ترکیې انتالیا ښار ته روانه وه، د انتالیا په هوايي ډګر کې له ښکته کیدو سره سم اور اخیستی.
.د سیمه ییزو رسنیو په وینا، په دې مسافروړونکې الوتکې کې ټولټال ۷۹ تنه سپاره و، چې ټول خوندي سیمو ته لېږدول شوي او چاته پکې زیان نهدی رسېدلی.