په ترکیه کې د ګفتمان غونډې تر ختمېدو وروسته د ګفتمان د غړو ترمنځ شخړه رامنځته شوه.
د غوندې يو شمېر غړي وایي چې حکمت کرزي باید غونډه په رسنیو کې یواځې په خپل نوم نه وای اعلان کړې، ځکه چې سیاسي ګفتمان یواځې د هغه نه دی او په دې کې دېرش غړي شامل دي؛ د دې ترڅنګ په دې هم نیوکه وشوه چې ګواکي حکمت کرزي رسنیو ته پیسې ورکړي ترڅو ملي ګفتمان یواځې په خپل نوم پای ته ورسوي او له دې څخه د ځان لپاره سیاسي ګټه پورته کړي.
په دې ترڅ کې د مستور او بابر فرهمند په نومونو څلور تنو پلویانو د اعتراض په دود غونډه پرېښوده چې څو شیبې وروسته له حکمت کرزي څخه ټولو غړو ته دوه زره ډالر واستول شول؛ همدغه څلورو کسانو چې اعتراض کړی وو، د حکمت پیسې و نه منلې او بېرته یې ورکړې.
په دې غونډه کې دا هم وویل شول چې دا غونډه حکمت کرزي د حامد کرزي په امر کړې او د هغه تر لارښوونې لاندې مخته ځي.
د دې راپور پر بنسټ ډاکټر عبدالعلي محمدي، چې د حامد کرزي نږدې کس بلل کېږي، عکس العمل ښکاره کړی او په خپله پاڼه یې لیکلي چې د حامد کرزي له ملي ګفتمان سره ملاتړ نه کوي او نه دا ناسته په هغه پورې اړه لري.