پرځېدلی جمهوري نظام چې د افغانستان پر خاوره تپل شوی او د زور له لارې حاکم شوی و. له ټولنې څخه یې داسې افراد په خپله اډانه کې را ونغاړل، چې له ثروت، عیش او عشرت پرته یې نور په هیڅ څه هم باور نه درلود. “پیسې دې وي، که څه هم آبرو او عزت نه وي”، د دوی تر منځ د یو شعار په توګه بدل شوی و، همدا خلک د افغانستان هغه سیاسیون وو، چې د شر او فساد تر عنوان لاندې راځي.
د شر او فساد عاملینو د ماڼیو او مستریح ژوند په پار ځانونه پر اشغالګرو غربیانو وپلورل. غرب همدا د ناسمي عقیدې او باور څښتنان د پیسو په لالچ کې وغورځول، دا په غير شعوري ډول داسې روزنه وه، چې د نړۍ لومړنۍ درجه مفسدین، غله او بې سواده خلک ترې جوړ شول، له مفسد کېدو سره سمدستي د شر او فساد لارویانو پر خپل ولس او هېوادوالو مخ را واړوه، تر هغو یې دا ولس قتل عام کړ، تر کومه چې یې بادارانو په هېواد کې شتون درلود.
د شر او فساد لارويان د اسلام د دښمنانو په صفوفو کې په ځلونو – ځلونو استخدام شوي دي، دوی د اسلامي او ملي ارزښتونو په مقابل کې تل سنګر نیولی دی. د دې شریري ډلې پیل په لومړیو کې هم د اسلام له دښمنانو سره د دښمنۍ په وخت کې، د دوستۍ په تارونو وتړل شو.
هماغه دوستي د وخت په تېرېدو لا پسې ټینګه شوه، تر داسې حده چې د دې دوستۍ په نشه کې یې بیرته مخ پر خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو را واړوه، لومړنی هغه زیان چې ملي ارزښت ته یې ورساوه، د افغاني هویت تر هدف لاندې راوستل و؛ افغانيت یې تنها په پښتون قوم پورې وتاړه، په داسې حال کې چې افغان کلمه د ټول افغانستان له جغرافیې څخه د ټولو قومونو استازیتوب کوي او د همدې هویت له مخې یې په یوه لویه جغرافیه کې سره را ټول کړي دي.
که په بهرنیو هېوادونو کې تاجک، ازبک یا بل قوم ته منصوب یو کس د نامشروع کړنو مرتکب شي، هلته دغه موضوع په هویت پورې تړل کېږي او ویل کېږي: چې یو افغان د دغه جرمونو په تور ونیول شو یا ووژل شو. دغه دروند پېټی په ټولو قومونو ووېشل شي، هلته بیا قوم نه بلکې افغانيت يادېږي، ځکه چې دغه هویت د ټولو د ور ټولېدو لپاره بنسټیزه نقطه ده.
دا د نړۍ د اکثریت هېوادونو معمول دی، لکه: په تاجکستان کې له تاجک قوم پرته نور قومونه هم اوسېږي، مګر هلته مېشت قومونه ټول تاجک یادېږي، په ازبکستان کې تر ازبک هویت لاندې قومونه ژوند کوي، په هندوستان کې هر اوسېدونکی تر هندو هویت لاندې اوسېږي، په چین کې هر اوسېدونکي ته چينايي وایي، په پاکستان کې پاکستانی، په ترکمنستان کې ترکمني هویت ته او په نورو هېوادونو کې د هغوی مشهور هویت ته منصوبېږي.
دا چې دلته افغانیت د شر او فساد له لوري تنها پښتون قوم ته منصوبېږي، د دې تر شا د دوی شوم اهداف شتون لري، لکه د هېواد تجزیه؛ دا چې هر قوم له افغانستان څخه په جدا هویت وپېژندل شي، دا هېواد بیا په هېوادونو وېشل کېږي، پښتون، تاجک، ازبک، ترکمن، پشه یي او نور. هر قوم ته د جدا هېواد هوا او هوس د شر او فساد له لوري تلقینېږي؛ افغانيت یو ملي او منلی ارزښت دی، خو تجزیه طلبانو ته د منلو وړ نه دی.
دوی افغاني ټولنې ته د هغه هېوادونو د فرمایشاتو له عینکو ګوري، کومو هېوادونو چې دوی په لاس کې اخیستي دي. هغه اسلام دښمنه هېوادونه د دوی په واسطه یو – یو اسلامي ارزښت تر هدف لاندې نیسي، کله د حجاب پر وړاندې مبارزه شروع کړي او داسې ښيي، چې دا د حاکم نظام له خوا د ښځو آزادي سلبول دي، کله د مسجد، مدرسې او علماوو پر وړاندې سنګر ونیسي او د هغوی پر وړاندې شايعات خپرول شروع کړي؛ دوی هر دیني ارزښت ته په سپکه سترګه ګوري او د هغوی په ضد یې د فکرونو اړولو ته کار ویلی دی. د شر او فساد منهج له اسلامي ټولنې سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی.
د شر او فساد عاملینو پر خپله خاوره له رسمي آدرسونو د پردیو یرغلونه ستايلي دي، په تېرو نږدې ورځو کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر حریم تېری د شر او فساد له خوا وستايل شو او معصوم ماشومان یې ترهګر وګڼل. له دې څرګندېږي چې د شر او فساد عاملین هیڅ راز اسلامي او ملي ارزښتونو ته په احترام نه دي قایل او حتی له ځینو سره مبارزه کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.