لیکوال: ګلزار رحیمي
د شر او فساد غړي چې ملي شعار یې ورانونه، ظلم، زیاتی، ترور، شوکې، غصب او ځینې نورې تخریبې کړنې دي؛ دې ډلې ته هیڅ څوک په احترام قایل نه دي او نه یې زغملی شي.
هرڅوک غواړي چې له هیواد څخه دا مخالفې او شریرې کړۍ د تل لپاره لکه څنګه چې ورکې شوې، همداسې دې ترۍ تمې وي، ترڅو افغانان د ارام او راحتۍ ساه واخلي او د ژوند له خوندونو برخمن شي.
د شر او فساد ډلو خو په هیواد کې له خلکو د ژوند کولو حقوق اخیستي وو، په عوامو یې ژوند سور تنور ګرځولی وو، هیڅ چا د ارام ژوند کولو حس نه درلوده، شپې او ورځې یې په ویرې او اضطراب کې تېرولې.
لله الحمد د ۲۰۲۱م کال د اګست ١٥مه هغه ورځ ده چې د تاریخ په پاڼو کې به په زرینو کرښو ولیکل شي چې د شر او فساد لنډغر له خپلو بادارانو سره یوځای سرکوزي په تېښته رهي شول.
هغه لنډغر چې له هیواد څخه بهر په کمپونو او لارو کوڅو کې ژوند کوي، د همدوی په اشارو او جاسوسۍ یې په زرګونو افغانان و وژل، ډیری کورنۍ یې بې سرپرسته کړې.
د لنډغرو خیانت په هیواد کې ټولو مېشتو پرګنو ته لکه د هندارې په څېر څرګند دی، هغه چې ځانونه یې په همغه وخت کې د شر او فساد د غړو پلویان ګڼل، هغوی هم له ویرې د دوی پر وړاندې غږ نه شو پورته کولای، نن همغوی هم د لنډغرو په نه شتون د خوشحالۍ او راحتۍ ژوره ساه اخلي.
د ناټو ځواکونو پروژه یان د شر او فساد غړي وو، شپنۍ چاپۍ، په مساجدو، ودونو او خیراتونو د بې پیلوټه الوتکو بمبارۍ د لنډغرو طرحې وې چې عوام یې له ستونزو سره لاس او ګریوان کړي وو؛ د ښادۍ مراسم به یې ورته په غم، ویر او ژړا بدل کړل.
د بهرنیو ځواکونو پرمټ د لنډغرو ترسره کړي ظلمونه او وحشتونه به څنګه د افغانانو له ذهنونو ووځي؟
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.