لیکوال: سلمان باور
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
افغانستان چې د امپراطوریو او د هغوی د اجیرو اتباعو هدیره بلل کېږي، خو بیا هم دې خاورې ډېر کله هغه چاته هم په غېږ کې ځای ورکړی دی، چې په یو نه؛ یو رقم یې د بربادولو هیله لري.
د پرځېدلي جمهوریت د جوړېدو پر وخت یو څو د شر او فساد لارویان سره ملګري شول او په ګډه یې ژمنه وکړه، چې په دې خاوره به د یرغلګرو هرې ناروا ته لارې، چارې برابروي؛ همداسې و هم شول، د شر او فساد لارویانو د یرغلګرو ټول قراردادونه سره تقسیم کړل او افغانستان یې سره ووېشه.
غرب چې د میډیا په ارزښت خبر و او د افغانانو، فرهنګ، کلتور او رسم و رواج یې دقیق څېړلی وو، د ختمولو لپاره یې بیرته د همدې وطن هغه اجیران کرایه کړل، چې څو ځل مخکې یې هم د وطن شان او حیثیت تر سوال لاندې راوستلی و.
په افغاني جغرافیه کې د غرب د ټولو مهمو قراردادونو له جملې څخه یو د(نجونو او هلکانو مخلتط ورکشاپونه جوړول وو) یاد سمینارونه د دین او افغاني ټولنې او کلتور سره تر ډېره په ټکر کې واقع او د افغاني ارزښتونو خلاف وو.
د یاد سمینارونو یو ګډونوال مې وپوښت چې د دې ورکشاپونو او سمینارونو هدف څه شی وو؟ هغه سخته جالبه کېسه وکړه، وایي:”یاد مختلط سمینارونه او ورکشاپونه د دې لپاره وو، تر څو په ځوانانو او پیغلو کې فحاشي مروجه کړي”.
د دې سمینارونو ګډونوال زیاتوي:”مونږ ته به چې کله سمینار برابرېده نو ټول نارینه او ښځینه ګډونوال/ګډونوالې به یې د واټساپ یا ټلګرام په یو ګروپ کې داخل کړو، چې بیا به مو د همدې ګروپ له لارې یو او بل ته میسجان کول؛ د څه میسجونو وروسته به د یارانې تار وغځېد او نامشروع اړیکه به تر ډول- ډول پړاونو تېرېده چې ډیری وخت به بیا خبره تر ځانوژنې، کورني تاؤتریخوالي او ان تر تښتونې ورسېده”.
یاد ګډونوال زیاتوي:”نور پکې هیڅ په لاس نه راتلل، هر څه د یوه ټاکلي هدف لپاره وو، چې دا نورې لږې ډېرې کېسې ورسره هسې نمایشي او غوولونکې وې”.
له 2000 م کال وړاندې په افغانستان کې د ځان وژنې اندازه په سلو کې دوه فیصده هم نه وه، خو وروسته یاده کچه په اتومات ډول د تصؤر خلاف په سلو کې پنځه سلنه پورته لاړه.
د دې تر څنګ په کورني تاؤتریخوالو کې ځوانانو او پیغلو ته د ځان وژنې جرأت ورکول، چې ډېری پیښې یې را منځته کړې؛ یادې پیښې د هرات، مزار او ځینې نورو ولایاتو کې را منځته شوې، چې د ځوانانو تر خوا مېرمنو هم ځانته اورونه واچول.
یواځې په هرات کې له 2001 کال څخه تر 2021 کال پورې، د ښځو د ځان سوځونې او وژنې پېښې د اندېښنې وړ سطحې ته پورته شوې؛ که څه هم د دقیقو شمېرو ترلاسه کول لږ ستونزمن دي، ځکه چې ډېرې پېښې پټې پاتې کېدلې یا راپور نه ورکول کېده، خو په عمومي ډول په 2004 کال: د هرات روغتیايي چارواکو راپور ورکړی وو چې یوازې په دې کال کې یې تر 80 زیاتې د ځان وژنې او سوځونې پېښې ثبت کړې وې، چې ډېری قربانیان یې ښځې وې.
2006 کال: د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان(Human Rights Watch) راپور ورکړ چې په 2006 کال کې په هرات کې د ښځو د ځان سوځونې پېښې زیاتې وې او دا د ښځو د پرلهپسې ناوړه وضعیت ښکارندویي کوله.
2010-2020 کلونه: په دې کلونو کې هم د ځان وژنو پېښو دوام درلود، خو پر ځای د دې چې یادې ستونزو ته جدي رسیده ګي وشي، برعکس د شر او فساد لارویانو د څو ډالرو په مقابل کې د افغانانو ټول هویت او ارزښتونه له دوی توږل او پر ځای یې د حیوانیت ژوند ته لارې چارې برابرولې او هغه ټولنیز ژوند چې افغانانو درلود، د له منځه وړلو پوره هڅې او کوښښونه کول/کوي.
ادامه…