لیکوال: عادل افغان
پاکستاني پوځ او حکومت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې په پښتونخوا او اړوندو سیمو کې د «عزم استحکام» په نوم پوځي عملیات پیلوي.
پاکستاني پوځ په ظاهره کې وايي، چې دغه عملیات د دوی په وینا، د ترهګرۍ پر ضد کوي؛ له دې سره جوخت په پښتونخوا کې ګڼو سیاسي او قبایلي مشرانو د دغو عملیاتو له پیل سره کلک مخالفت کړی او پرضد یې لاریونونه پیل کړي دي.
پاکستاني حکومت له ۲۰۰۸ کال راهیسې دا څووم ځل دی، چې په دغه هېواد کې د امریکا او برېتانیا په لمسون او مرستې د ترهګرۍ په بهانه پوځي عملیات کوي، چې هر ځل یې پکې زرګونه بې ګناه پښتانه، بلوڅان او هلته نور لږهکي په نښه شوي، کورونه یې ورته ویجاړ شوي، عامه تاسیسات یې پکې له منځه تللي او دغه راز سلګونه زره کورنۍ یې د خپلو سیمو او مېنو پرېښودو ته اړ کړې دي.
پاکستاني حکومت او پوځ د خپلو ظالمانه او پردیو پالیسیو او فرمایشونو له کبله له اوږدې مودې راهیسې عملاً له عام ولس او خلکو سره په جګړه کې ښکېل دی.
پاکستاني پوځ له اوږدې مودې راهیسې د بلوڅانو، پښتنو او نورو قومونو د مشرانو، ځوانانو او مخکښو کسانو د وژلو، د هغوی د ربړونې، ورکېدو او زندانونو ته د دوی د لېږلو لړۍ پیل کړې، چې له کبله یې یادو قومونو له خپلو ځانونو، مالونو او ناموس څخه د دفاع په خاطر د پاکستاني حکومت او پوځ پر ضد وسله را اوچته کړې ده.
پاکستاني پوځ او حکومت چې په نړۍواله کچه د پردیو پروژو د پلي کولو، فساد، خیانت او ظلم له کبله او په پښتونخوا، بلوچستان، سند او نورو ځایونو کې د عامو خلکو د ربړونې، ځورونې، غلا، اداري او اخلاقي فساد او جنایت له کبله ډېر شهرت لري، تل د لوېدیځ تر نفوذ لاندې وو، هلته د غرب پر مشرۍ حکومتونه جوړېږي او نړول کېږي او ترڅنګ یې د دغه هېواد د کرایي پوځ له لارې په سیمه کې خپلې موخې تعقیبوي.
د پاکستان تېرو او اوسني حکومتونو د خپلو ناسمو پرېکړو او پردیو فرمایشونو له کبله تل دغه هېواد د کړنګ پر غاړه درولی، دغه هېواد اوس له یوې خوا له سختې اقتصادي انزوا او ستونزو کړېږي، له بلې خوا پکې نا امنۍ، جګړې او جنايي پېښې هم ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.
په نړۍواله کچه د پاکستان حیثیت مخ پر خرابېدو دی، له شمالي، جنوبي، ختیځ او لوېدیځ ګاونډیو سره یې اړیکې تر بل هر وخت ډېرې خرابې دي، د نړۍ د ډېریو سازمانو او بنسټونو پوروړی دی، قیمتي پکې اوج ته رسېدلې، لسګونه میلیونه خلک یې له بې کارۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت کړېږي او ان بقا یې له ستر ګواښ سره مخ ده، خو د دغه هېواد ظالم پوځ او په فساد کې ډوب چارواکي د دې پر ځای چې د دغو ستونزو اصلي علت وپلټي، تل د خپلو ناکامیو پړه پر نورو اچوي او د عام ولس په وژلو، ټکولو او زنداني کولو کې د ستونزو حل لټوي.
پاکستاني پوځ که دغه عملیات پیلوي، بیا به هم عام خلک وژني، له کورونو به یې بې ځایه کوي، په زندانونو کې به یې اچوي، کورونه به یې ورته ویجاړوي او په مقابل کې به یې له دوی څخه کرکه لا پسې ډېرېږي، د انتقام روحیه به پکې پیاوړې کېږي او ان د دغه امکان هم شته چې د دغه ظلم او عملیاتو پر وړاندې ټول بلوڅان، پښتانه او سندیان سره یو ځای شي او د دوی د دغه کار مخه ونیسي.
د پاکستان پوځ او حکومت ته بویه چې نور پر امریکايي پیسو، فرمایشونو او وسلو عام خلک ونه وژني، بې کوره یې نه کړي، حقونه یې ورته تر پښو لاندې نه کړي له دوی سره د مور میرې چلن پای ته ورسوي، نور هېوادونه د خپلو تېروتنو له کبله پړ نه کړي او خپلو مسوولیتونو او چارو ته متوجه شي، که نه د دې برعکس به هر څه دوی په لوی دام کې را ایسار کړي چې بیا به یې نه امریکا وژغورلی شي، نه ناټو او نه بل څوک.