د التمرة چينل د راپور له مخې د عراق حکومت په متفقه توګه پریکړه کړې، چې د ياد حکومت له عادي کارمندانو څخه نیولې تر وزیرانو پورې د ټولو حکومتي کارمندانو د معاشونو ۱ فیصدي به غزې او لبنان ته ورکول کېږي.
پر غزې د صهيونيستي اسرائيلو له تېري او يرغل راوروسته چې ميليونونه عام فلسطيني وګړي د سرپناه خوړو او درملو له نشتون سره مخامخ دي بېلابېلو هېوادونو ورسره د مرستې اعلان کړی، خو دا لومړی ځل دی چې يو هېواد د خپلو کارمندانو د معاشونو د فيصدۍ د ورکړې خبره کوي.