د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې ټاکل شوې د افغان- قزاق نندارتون د روان کال د اکټوبر له ۱۹مې تر ۲۲مې د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړ شي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې په دغه نندارتون کې به د دواړو هېوادونو افغانستان او قزاقستان غالۍ، وچه مېوه، زعفران، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې نندارې ته وړاندې شي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم له ګاونډيو هېوادونو سره د ګډو نندارتونونو جوړولو هڅه تر ډېره مثبته تمامه شوې وه، او د اقتصادي چارو شنونکو په وينا دا ډول نندارتونونه د سوداګرۍ د فرصتونو رامنځته کولو، او اقتصادي اړيکو په پراخولو کې مهمه ونډه لري.