د ملي پراختيا شرکت د قوشتېپې کانال د دویم فاز د ۵۸ سلنې چارو له بشپړېدو خبر ورکوي.
د ملي پراختيا شرکت له لوري د قوشتېپې کانال د پروژې مسوول سید ذبیحالله میري وايي چې د فاریاب ولایت د اندخوۍ ولسوالۍ اړوندو کې د دویم فاز د کیندنې کار ۱۳۰ کیلومټره واټن ته رسېدلی دی.
ښاغلی میري د قوشتېپې کانال د دویم فاز د چارو ۵۸ سلنه پرمختګ ته په اشارې سره وایي چې، د کانال په دویم فاز کې څه باندې ۳۵۰۰ کسان او ۳ زره ماشینري کار کوي.
د قوشتېپې کانال د پروژې مسوول زیاتوي:«تراوسه د قوشتېپې کانال د دویم فاز چارې ۵۸ سلنه مخته تللې دي او کابو ۳ زره عراده میاشینري او ۳ زره او ۵۰۰ بشري ځواک پر کار بوخت دی. زموږ د اوسني کار وروستی ټکی د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې ده.»
هاخوا د اندخوى ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي دې ولسوالۍ ته د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کیندنو د چارو پر ورسېدو خوښ دي او وايي چې د دې کانال له اوبو به په دې ولسوالۍ کې زرګونه هکتاره ځمکه خړوبه او د دوی ژوند به ورسره بدل شي.
همدا رنګه د اوبو د مدیریت ځينې کارپوهان د قوشتېپې د اوبو د کانال پروژه ارزښتناکه ګڼي؛ او وايي چې هېواد کې د داسې سترو پروژو بشپړېدل په کرنه او اقتصادي ودې مستقيم اغېزه لري او د ځان بساينې پر لور يو مهم ګام دی.
د ملي پراختیا شرکت پلان لري چې، د ۲۰ مېلیارده افغانیو په لګښت د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کېندنو چارې د روان کال تر پایه د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې چې، د کانال وروستۍ برخه ده، بشپړې کړي.