د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي په تاتارستان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو درېیم نړیوال فورم په څنډه کې د کازان ملي څېړنیز او تخنیکي پوهنتون او کازان فدرال پوهنتون څخه لیدنه کړې.
د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي الاریوبي د یادو پوهنتونونو له مسؤولینو سره د دوه اړخیزو علمي، څېړنیزو او درسي همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې لهمخې، دې کتنه کې د یادو پوهنتونونو مسؤولینو ژمنه کړې چې د افغانستان له مخکښو پوهنتونونو سره به د علمي او څېړنیزو اړیکو د پیاوړتیا، ګډو پروګرامونو د جوړښت، کیفیت تضمین، استادانو تبادلې، د نویو پروګرامونو د نصاب تبادلې، علمي مقالو د خپراوي او نورو علمي او څېړنیزو برخو کې د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.