د کانونو او پټرولیم وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د ياد وزارت سرپرست وزير ملا هدایت الله بدري لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مس عینک کان روانې چارې، په ځانګړي ډول د اکتشاف او یاد کان ته د ۸.۹ کیلومټره په اوږدوالي د غځېدونکي سړک د رغولو چارې له نږدې ارزولې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي بدري د مس عینک کان د قراردادي کمپنۍ له مسؤلینو سره په ليدنه کې یاد کان د هېواد ستره شتمني بالې او ټینګار يې کړی چې کمپنۍ باید د اکتشاف او سړک جوړونې چارې ژر بشپړې او د استخراج لپاره دې د اړتيا وړ وسایط او مشینري را انتقال او د سل سلنه پروسس لپاره دې زېربناوې او تاسیسات جوړ کړي.
خبرپاڼه زياتوي چې د کانونو او پټروليم وزارت پلاوي دغه راز د عینک مسو له دويم کان څخه هم ليدنه کړې، او د چارو لا ښه سمون په موخه يې د کمپنۍ مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
د يادونې وړ ده چې مس عینک کان د کابل سوېل لویدیځ په ۳۰کیلومترۍ کې د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ د عینک په سیمه کې موقعیت لري، چې د سيمې په کچه تر ټولو ستر او د نړۍ په کچه دويم د مسو کان بلل کېږي، چې د عملي کار پيل چارې یې له پنځلس کلن ځنډ ورسته شاوخوا دوه مياشتې وړاندې پيل شوې.