د الوتکو د پرواز د کنټرول نړیواله اداره (ICAO) وايي د شپې لخوا د منځني ختیځ جګړه ییزو سیمو کې د الوتنو د بندېدو له امله اوس نړیوالو تجارتي الوتکو د ایران په ځای د افغانستان هوایي حریم کارونې ته مخه کړې.
د يادونې وړ ده چې د نړيوالو الوتکو دا پروازونه د افغانستان له اړونده ادارو سره په همغږۍ ترسره کېږي، چې د الوتنو د فيس په ورکولو په ورځني ډول په زياته کچه پيسې د دولت خزانې ته جمع کېږي.