د منځنۍ اسیا “ټایمز” ورځپاڼې خبر ورکړی، چې ازبکستان د نویو صادراتي قرادادونو په لاسلیک کولو سره غواړي چې له افغانستان سره زیات سوداګریز او صادراتي قراردادونه ولري.
یادې ورځپاڼې د ازبکستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې له قوله ویلي، چې دغه هېواد د یادو صادراتي قراردادونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت سره موافقه کړې ده.
د دغه راپور له مخې، دغه تړونونه تاشکند ته د افغان سوداګرو د یوه پلاوي د درې ورځني سفر په ترڅ کې لاسلیک شول.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې د افغانستان- ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ یوه شورا جوړه کړي چې ۱۸ افغان شرکتونه به په کې غړيتوب ولري.
دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې تېره اونۍ د افغانستان او قزاقستان هېوادونو لخوا “د افغان ـ قزاق فورم” تر سرلیک لاندې د سوداکرۍ د پراختیا په موخه دوه ورځنی نندارتون په کابل کې جوړ شوی و، چې د دواړو هېوادونو شاوخوا “۸۰” شرکتونو تولیدات په کې نندارې ته اېښودل شوي و.