ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۷/۱۹ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د افغانستان او ایران ترمنځ د ریل پټلۍ له لارې لېږد رالېږد زیاتېږي.
۲_د واخان دهلېز د سروې کار بشپړ شوی.
۳_مولوي عبدالکبیر: له خپلې دندې د لرې کېدو له امله اندېښمن نه یم؛ خلکو ته خدمت مې لومړیتوب دی.
۴_د عدلیې وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتلي.
۵_شیخ عبدالمالک حقاني: د افغان بندیانو د انتقال پروسې ته بشپړ چمتووالی لرو؛ د بندیانو د هویت له تثبیت وروسته دې دا پروسه ژر تر ژره پیل شي.
۶_د چین او افغانستان د ډیپلوماټیکو اړیکو اویایمه کلیزه؛ بهرنیو چارو وزارت په همدې مناسبت د یوې غونډې کوربه وو.
- [ ] سیمه:
۱_د پاکستان د طالبانو غورځنګ ځواکونو اته پاکستاني عسکرو ته مرګژوبله اړولې. - [ ] مینځنی ختیځ:
۱_اسرائیلي خبریال ارییل سیګل: د حماس ځواکونو له انځورونو داسې ښکاري چې د دوی ماتول زموږ د وس خبره نه ده. - [ ] نړۍ:
۱_د ټرمپ د ملي امنيت سلاکار: امريکايي ځواکونه به بيا هیڅکله افغانستان ته ستانه نه شي.
۲_د آلمان سفیر د ټرمپ په حکومت کې پر رسنیو د محدودیتونو خبردارى ورکړ.
۳_د سي آی اې پخوانی شنونکی: د افغانستان او عراق جګړې امریکا ته امنیت نه دی راوستی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.