په تېر ۲۰۲۴ کال کې د امریکا د وسلو صادرات په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.
د راپورونو له مخې په ۲۰۲۴ مالي کال کې امريکا د ۳۱۸.۷ میلیارد ډالرو د وسلو د صادرولو ريکارډ جوړ کړی چې د تېر مالي کال په پرتله ۲۹ سلنه زياتوالی ښيي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۴ مالي کال کې د حکومت په کچه نورو هېوادونو ته د ورکړل شویو دفاعي تجهیزاتو او خدماتو ارزښت ۱۱۷.۹ میلیارده ډالره دی، چې د تېر مالي کال د ۸۰.۹ میلیارد ډالرو په پرتله ۴۵.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ مالي کال کې د امریکايي وسلو شرکتونو له خوا په مستقیم ډول پر نورو هېوادونو د دفاعي تجهیزاتو پلورل ۲۰۰.۸ میلیارده ډالره وو چې د ۲۰۲۳ مالي کال د ۱۷۰.۶ میلیارد ډالرو په پرتله ۲۳.۵ سلنه ډېر دي.