د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نیمروز ولایت مقام د انساني قاچاق د مخنیوي د څرنګوالي په اړه غونډه کړې.
د ښاغلي قانع په وینا، په دغه غونډه کې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، مرستیال والي مولوي تورجان احمدي، امنیه قومندان حاجي مدثر، د سرحدي لوا قومندان او د امنیتي ارګانونو منسوبینو ګډون کړی و، چې پکې د انساني قاچاق د مخنیوي د څرنګوالي، اقداماتو او فعالیتونو په تړاو خبرې شوې دي.
د نیمروز والي د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې دامنیتي ځواکونو هڅې او فعالیتونه ستایلي او له دوی یې غوښتي چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره دې خپل تدابیر لا نور هم ټینګ کړي.
د ښاغلي قانع په وینا، د غوڼدې په پای کې پرېکړه شوې، هغه مسافرخونې چې د لارو په اوږدو کې ناقانونه تلونکي مسافرو ته ځای ورکوي له دې وروسته به تړل کېږي.