د هرات امنیتي کنفرانس هغه غونډه ده چې له کلونو راهیسې ترسره کېږي. په هر پړاو کې یې د افغانستان ځینې بدنامې څهرې راټولېږي، داسې انګېري چې ګواکي د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه بحثونه کوي.
د دې ناستې د شالید په اړه باید وویل شي، چې لومړی ځل د ۲۰۱۲ زیږدیز کال د اکټوبر له ۱۹مې تر ۲۱مې د هرات په اختیارالدین قلعه کې ترسره شوه. ورپسې، دویم پړاو د ۲۰۱۳م کال د اکټوبر له څلورمې تر شپږمې نیټې، درېیم پړاو د ۲۰۱۴م کال د سپټمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه، څلورم پړاو د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر له دویمې تر درېیمې، پنځم پړاو د ۲۰۱۶م کال د اکټوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه نېټه، شپږم پړاو د ۲۰۱۷م کال د اکټوبر پر ۱۳مه او ۱۴مه، اووم پړاو د ۲۰۱۸م کال د اکټوبر پر ۲۶مه او ۲۷مه، او اتم پړاو د ۲۰۱۹م کال د اکټوبر له ۱۸مې تر ۱۹مې ترسره شوي دي.
د کرونا وبا پر مهال، د دې ناستو نهم پړاو یو څه له معمولي شکل څخه ووت او په دریو کچو؛ ولایتي، انلاین او حضوري توګه ترسره شو. له دې وروسته، د جمهوري ادارې تر سقوط وروسته، لسم پړاو د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر ۲۹ – ۳۰ نېټه او یوولسم پړاو د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر ۲۷ – ۲۸، د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره شو.
دا کنفرانس چې د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ (AISS) له لوري تنظیمېږي، تازه یې دوولسم پړاو د هسپانیا په مادرید ښار کې د دوه ورځو لپاره ترسره شو.
د یادونې وړ ده چې، له کابل څخه د جمهوریت پخوانيو سیاستوالو تر تېښتې وروسته، دا ناسته تاجکستان ته ولېږدول شوه، خو کله چې د سرپرست حکومت او تاجکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو راپورونه خپاره شول، داسې ښکاري چې دوی له تاجکستان څخه هم شړل شوي او اوس یې دا نمایشي ناسته د مادرید په ښار کې ترسره کړې ده.
د دې ناستې لومړۍ ورځ چې د بېحجابه ښځو د نڅا او موسیقۍ په بدرګه پیل شوه، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل، د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ او نورو تکراري څهرو خپلو ملاتړو او همفکرانو ته وینا وکړه.
نبیل د خپلو پاشلو خبرو په یوه برخه کې داعش ته په کمپاین کولو سره، نړۍوالو ته د داعش د خراسان څانګې د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ، نوموړي ادعا وکړه چې نړۍوالې ټولنې په سوریه او عراق کې داعش له پیله جدي ونه نیو، تر دې چې دغه ډله په یوه نړۍوالو ګواښ بدله شوه، اوس هماغه تېروتنه په افغانستان کې تکراروي.
نبیل د خراسان داعش په داسې حال کې په عراق او سوریه کې د داعش د اوج له وختونو سره پرتله کړل چې دا او هغه حالت هېڅ راز ورته والی نه لري؛ داعش د ۲۰۱۴م کال تر نیمايي پورې د عراق ۴۰ سلنه خاوره او د ۲۰۱۵م کال د مې تر پایه د سوریې ۵۰ سلنه خاوره ولکه کړې وه، خو د داعش خراسان څانګه د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم په لاس کې نه لري.
ورپسې ریچارډ بینټ د شیخ هبة الله اخندزاده او د سرپرست حکومت د قاضي القضات د نیولو د غوښتنې هرکلی وکړ او ویې ویل چې نړۍ د ښځو د وضعیت په برخه کې عمومي شاتګ ته مخه کړې، خو د افغانستان د ښځو ناورین له بل هېڅ هېواد سره د پرتلې وړ نه دی!
بینټ دا خبرې په داسې حال وکړې چې یوازې د صهیونیستي رژیم د وحشي بریدونو په ۱۵ میاشتو کې له ۲۰ زرو زیاتې فلسطینۍ ښځې شهیدانې شوې، خو د بینټ په څېر کسان، چې د ښځو د حقونو د دفاع ادعا لري، اصلي دنده یې د ښځو د حقوقو دفاع نه بلکې سیاسي موخې دي، ځکه خو پر دې جنایاتو سترګې پټوي.
د هرات د امنیتي غونډې تاریخ ته په کتو، د دوی دا او ورته نورې بېګټې ناستې، لکه د ویانا وروستی کنفرانس به د افغانستان پر بېروني او کورني وضعیت هیڅ اغېز ونلري.
که په ریښتیا هم د هرات امنیتي ناستې کومه عملي پایله لرلی، باید په هغه نهو دورو کې چې د همدې څهرو د واکمنۍ پر مهال په هرات کې ترسره شوې، لږ تر لږه د خلکو یوه ستونزه به یې حل کړې وای، یا یې لږ تر لږه امنیت ته څه ګټه رسولې وای. د نا امنیو او فساد له بنسټګرو څخه دا تمه درلودل یوازې یو خیال او خوب دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.