د ادارو دروازې مو باید د ټول ملت پر مخ خلاصې وي
د هرات والي د دغه ولایت په اداري غونډه کې چې په هرات ولایت مقام کې د بېلابېلو ادارو د استازو په شتون کې جوړه شوې وه، د بېلابېلو نورو موضوعاتو ترڅنګ د انکشافي پروژو د تطبیق، د سرې میاشتې ټولنې سره د همکارۍ او د هرات پوهنتون له خوا د ۶۰۰ جریبه ځمکې د اجارې په اړه بحثونه کړي دي.
د هرات والي خلکو ته د ښو چوپړتیاوو په وړاندې کولو سربېره له عامه خلکو سره پر ښه چلند ټینګار کړی او د دولتي ادارو له مشرانو یې غوښتي چې د خپلو پلانونو او کاري برنامو په تطبیق کې له پوره شفافیت او سپما څخه کار واخلي.
د غونډې پر دوام د هرات د دولتي ادارو مشرانو د هغو له ډلې د استخاباراتو ، پوهنتون، ښارجوړونې او د سرې مياشتې ادرې استازو د خپلو کاري پلانونو په اړه راپورونه وړاندې کړي او له ولايتي ادارې څخه يې د خپلو ستونزو د هوارولو غوښتنه کړې.
د هرات والي ښاغلي اسلامجار مسئولینو ته په خطاب کې ویلي: « تاسې هر یو د الله”ج” او خلکو پر وړاندې مسؤل یاست!»