ایرانۍ رسنۍ وايي، د افغانستان د کاني ډبرو لومړنی اورگاډی د ایران له لارې د ترکیې وان ښار ته ورسېد.
د ایران دولتي اژانس(ایسنا) لیکلي، د افغان سوداگریزو توکو بار اورگاډی د ایران د روزنک له لارې تللی و، چې له ۴ ورځو وروسته ترکیې ته ورسېد.
په دغه اورگاډي کې ۱۱۰۰ ټنه کاني ډبرې بار دي، چې د ترکیې له لارې به اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شي
.دا په داسې حال کې ده، چې روانه اوونۍ د هرات -خواف اوسپنې پټلۍ د څلورم فاز کار هرات دننه پیل شو.
افغانستان اوسمهال له ایران، ترکمنستان او ازبېکستان سره د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلول شوی، چې هره اوونۍ پرې زرگونه ټنه سوداگریز توکي لېږدول کېږي.