د مالیې وزارت د گمرکونو لوی ریاست وايي، د گمرکونو د گرځنده څارنې کارکوونکو په هرات، کندهار او د ننگرهار په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي.
له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، قاچاق کوونکو غوښتل چې یاد توکي په پټه افغانستان ته راوړي.:«په نیول شوو توکو کې ۲۵۰۰ کیلوگرامه انساني طبي درمل، ۴۸۳کیلوگرامه کرنیز او حیواني درمل، ۱۰۰۰ کیلوگرامه چاکلېټ، ۳۵۰ کیلوګرامه پلاستیکي کڅوړې، ۶۰ کارتنه قیلون او ۴۵۰ کیلوگرامه بېلابېل توکي شامل دي.»
خبرپاڼې له مخې، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو په موخه اړوند گمرکونو ته سپارل شوي دي.
د مالیې وزارت وايي، نږدې هره ورځ د هغو قاچاقي توکو مخه نیسي، چې هېواد ته په ناقانونه ډول راوړل کېږي.