پاکستان دا مهال په ډیر بد اقتصادي او سیاسي وضعیت کې واقع دی، د پیسو له نړۍوال صندوق(IMF) څخه په میلیونونه ډالر قرضدار دی، داخلي سیاسي او نظامي ثبات یې له منځه تللی دی، په داخل کې له ځینو سیمو سره تبعیضي چلند کېږي، په مختلفو سیاسي او اقتصادي برخو کې د نړۍوالو لویو قدرتونو اغېز هم ورځ تر بلې پرې ډیریږي، پاکستان له هند سره پر پوله او له افغانستان سره په فرضي کرښه کې کله، کله د ځینو پېښو له کبله او ځینې وخت بیا په قصدي توګه جګړه او شخړې کوي، ملت یې له کثیر الأقوام، متنوع، د مختلفو ژبو او مختلفو دینونو څخه جوړ شوی دی، پاکستاني طالبان هم ورځ تر بلې هلته پرمختګ کوي، د داخلي سیاسي ګوندونو سیاسي او فکري اختلافات هم ورځ تر بلې زیاتیږي؛ دا ټول هغه موارد دي چې پاکستان یې له یو بد سیاسي او اقتصادي وضعیت سره مخ کړی دی، له پورته مواردو څخه پر یو څو مواردو باندې تبصره کوو.
د پاکستان څلور آیالتونه او تبعیضي چلند:
۱. د پنجاب آیالت: مرکز یې لاهور دی، عموماً سیاسي سلطه او قدرت له دې آیالت سره دی، د نورو آیالتونو په نسبت اکثریت خدمات دلته وړاندې کېږي، د پاکستان پارلمان «قامي اسمبلۍ» عموماً ۳۳۶ څوکۍ لري، په ۳۳۶ څوکیو کې شاوخوا ۱۷۴ څوکۍ د پنجاب دي، له همدې امله پنجاب د پاکستان د سیاست او قدرت په رأس کې حسابیږي.
۲. د سند آیالت: مرکز یې د کراچۍ ښار دی، د پنجاب په نسبت یې سیاسي قدرت او سلطه کمه ده، د پاکستان په پارلمان کې شاوخوا ۷۵ څوکۍ لري، تر پنجاب وروسته د سند آیالت ته ښه خدمات وړاندې کېږي.
۳. خیبر پښتونخوا: مرکز یې پېښور دی، تقریباً ۴۱ میلیونه نفوس لري، د نفوس اکثره ژبه یې پښتو ده، د پاکستان په پارلمان کې شاوخوا ۵۵ څوکۍ لري، دا سیمه د پاکستان په سیاسي قدرت کې چندان اغېز نلري، پس پاتې آیالت دی، په دې سیمه کې چې کوم کانونه او معدنیات پیداکېږي، له دې سیمې استخراج او عاید یې په پنجاب کې مصرفیږي.
۴. بلوچستان: مرکز یې کویټه ده، شاخوا ۱۵ میلیونه نفوس لري، اکثریت خلک یې په بلوچي، پښتو او براهوي ژبو خبرې کوي، د پاکستان په پارلمان کې شاوخوا ۲۰ څوکۍ لري، دا سیمه آزادۍ غوښتونکې ده، هېڅ سیاسي قدرت نه لري، له دې آیالت سره سیاسي او اقتصادي تبعیضي چلند کېږي، پاکستان له دې سیمې څخه طبعي منابع باسي او عاید یې په په نورو ایالتونو کې مصرفوي، په دې سیمه کې د سواد کچه ډیره ټیټه ده، جغرافیه یې زیاته پراخه ده خو هېڅ خدمات دې سیمې ته نه دي وړاندې شوي، حتی لومړنیو خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.
له کشمیر سره د پاکستان سیاسي تبعیضي چلند: پاکستان د کشمیر پر ۳۸ سلنه خاوره حاکمیت لري، جمو او آزاد کشمیر او ګلګیت – بلتستان د پاکستان تر کنټرول لاندې نه دي، دا سیمه شاوخوا ۶ میلیونه نفوس لري، خو د پاکستان په پارلمان کې هېڅ څوکۍ نه لري.
د پاکستان د پوځ حالت او د کشمیر وروستۍ پېښه: پاکستان له خپلې کلنۍ بودیجې څخه اکثریت بودیجه په پوځ مصرفوي، د پاکستان په نوم جغرافیه په واقعیت کې د ملت له خوا نه، بلکې د پوځ له خوا ساتل کېږي، که د پاکستان پوځ نه وي، د پاکستان په نوم هېواد به هم نه وي، همدا وجه ده چې پوځ ته د حکومت له لوري ډيره توجه کېږي او تر ډېره سیاسي او نظامي قدرت د پوځ په لاس کې دی.
په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ روحیه ډیره کمزورې شوې ده، په داخلي کړکېچ کې زیات ځاني او مالي تلفات لري، په لیرې پرتو سیمو کې ځینو ته معاشات او حتی غذا هم نه رسیږي، سرتیري یې د پوځ له لیکو څخه په تدریجي توګه کمیږي، په ټول پاکستان کې نظامي ثبات ورځ تر بلې کمزوری کېږي، همدا لامل دی چې د پوځ محبوبیت په ملت کې کمیږي.
د هند او پاکستان له لوري د کشمیر پر سر منازعه هغه څه دي چې د پاکستان ملت او پوځ د هند په وړاندې پرې متحد کېږي، که د پوځ له لوري د هند په وړاندې یو عادي ځوابي برید هم وشي، د پاکستان د ملت له لوري يې زیات استقبال کېږي. د دې لپاره چې د ملت او پوځ ترمنځ فاصله ختمه شي، نو شاید د هند تر تسلط لاندې په جمو – کشمیر کې پر سیلانیانو برید هم د پاکستان لوبه وي، د دې برید په مقابل کې هند ځینې ځوابي اقدامات او ګوت څنډنې وکړې، وروسته دا موضوع په کراره سړیږي، خو پاکستان خپل سیاسي او نظامي هدف لاسته راووړ.
د امریکا توجه هند او پاکستان ته: په پاکستان کې د امریکا سرمایه ګذاري د ۲۰۲۳م کال په پرتله په ۲۰۲۴م کال کې په لس هاوو میلیونه ډالر کمه شوې ده، حال دا چې په هند کې د امریکا سرمایه ګذاري تر ۶۰ میلیارد ډالرو پورې رسیږي. د پاکستان او هند د تقابل په صورت کې امریکا د هند ملاتړ کوي، ځکه په جنوبي آسیا کې هند د چین پر وړاندې د امریکا متحد او اقتصادي ځای ناستی دی، په داسې حال کې چې چین بیا د پاکستان ملاتړ کوي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.