محمد فیصل
د پاکستان له جوړیدو ډیر وخت تیر شوی نه و چې پوځ یې په سیاست کې ښکیل شو.
ایوب خان، یحیی خان، ضیاء الحق او د پرویز مشرف په ګډون ګڼو پوځي مشرانو ملکي حکومتونه ړنګ کړل او پوځي دیکتاتورۍ یې جوړې کړې.
د پوځ اصلي دنده د یو هیواد د پولو او ارضي تمامیت ساتل وي، خو پاکستاني پوځ نه پولې ساتلي او نه یې ارضي تمامیت ساتلی. هغوی د خپلو ګټو او حرص له پاره پاکستان ګړنګونو غورځولی دی.
پاکستاني پوځ تل د خپل ولس د غولولو او کورنیو مسلو څخه د خپلو خلکو د مخ اړولو له پاره یو بیروني دښمن موندلی دی.پاکستانی پوځ و نه توانید چې د بنګله دیش د بیلتون مخه ونیسي.
نه یې په خپل هیواد کې کورنیو جګړو او بیلتونپالو مخه نیولې او نه هم توانیدلی چې په سیاست کې د ښکیلتیا له لارې سیاسي او اقتصادي ثبات رامنځته کړي.
اوس چې له دوی سره په یوه ورځ ازاد شوی هند په اقتصادي او سیاسي ډګر کې ډیر وړاندې تللی او په هیڅ لحاظ له هند سره د جګړې او خبرو جوګه نه دي، نو مخه یې افغانستان ته کړې.
دوی بیا هم خپل ولس غولوي او فکر کوي له افغانستان سره د دښمنۍ له لارې به ولس په ځان راټول کړي.
پوځ یې وړمه ورځ په یو بیان کې وویل چې د پښتونخوا په شانګله کې په چینایانو شوی برید له افغانستانه پلان شوی او بریدګر هم له افغانستان ورغلی و.
د حیرانتیا خبره خو دا ده چې د دوی په اصطلاح د “لمبړ ون فوج او استخباراتو” په موجودیت کې یو بریدګر څنګه له چاودیدونکو موادو ډک موټر له دغومره اوږد واټن وهلو وروسته هلته رسوي.
خو مالومیږي چې دروغ وایي او د خپل ولس د غولولو هڅې کوي.
خپل ولس ته ښیي چې افغان حکومت یې دښمن دی.
پوځ په دې ډول د خپلو ناکامیو د پټولو ناکام کوشش کوي او د ځان له پاره د یو بل بیروني دښمن په لټه کې دی.
افغان حکومت چې اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسي یې خپله کړې، پوهیږي چې جګړو افغانستان ډیر ځپلی او اوس د یوې بلې جګړې جوګه نه دی، خو که پاکستانی پوځ د جګړې نیت لري، نو بیا د پاکستان پوځ د امریکا په مشرۍ له ناټو او وارسا بلاکونو ډیر قوي نه دی.
امریکا او شوروي چې ټینګ نه شول او ومو شړل، پاکستان ته درس ورکول بیخي ډیر اسانه دي.
د پاکستان ولس هم باید پوه شي چې د پوځ ناسمو پالیسیو دوی ډیر خراب کړي او که نوره موقع ورکول کیږي، پاکستان به څه موده وروسته له ګړنګونو اخوا پروت وي.