د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د پنجشېر د زمردو شپږمه داوطلبي هم شوې، چې سلو سوداگرو په دغه دواطلبۍ کې برخه اخیستې وه.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۱۳۱۳۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د ۲۰۳۴ قیراطه زمردو داوطلبي د پنجشېر والي، د کانونو رئیس، سیمهییزو مسوولینو، کان کېندونکو او رسنیو په گډون تر سره شوه.:«په دغه بولۍ کې د هېواد سلو سوداگرو برخه اخیستې وه، چې د اسلامي امارت ونډه پکې ۱۰ سلنه او پاتې ۹۰ سلنه د کان کېدونکو ده چې ټول د پنجشېر اوسېدونکي دي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پنجشېر د زمرودو د کانونو د کېندنې په برخه کې ۱۵زره تنه په مستقیم او نامستقیم ډول په کار بوخت دي.پنجشېر د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې قیمتي زمرود لري.
مخکې دغه د زمردو کانونه د زورواکو له لوري کېندل کېدل؛ خو د اوس د حکومت تر څار لاندې کېندل کېږي، چې د کان کېندنې په چارو کې د پنجشېر اوسېدونکي برخه لري.