د مهر خبري آژانس د راپور له مخې، د بهرنۍ پانګونې او اقتصادي همکاریو لپاره د روسیې ځانګړي استازي کریل دیمیتریف ویلي، ډونالډ ټرمپ د درېیمې نړیوالې جګړې مخه نیولې ده.
د سرچينې په خبره، دغه روسي چارواکي ویلي چې، د ټرمپ ادارې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د بهرنیو پانګونې لپاره د روسیې ځانګړي استازي دغه څرګندونې امریکا ته د یوه لوړ پوړي روسي پلاوي د سفر پر مهال کړې دي.
نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې امریکا ته د روسیې لوړ پوړی چارواکی دی، چې دغه هیواد ته سفرونه هم کوي.