شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وياند سيف خيبر وايي، ياد وزارت څو ورځې وړاندې د دقیقو څېړنو او اسنادو پر بنسټ، د کابل پوهنتون د محصلینو یوه شپږ کسیزه ډله ونیوله، چې د الحاد له انحرافي فکر څخه متاثره شوې وه او هڅه یې کوله دغه نظریه په غیر مستقیم ډول خپره کړي.نوموړی زياتوي، چې یاد کسان د فکري انحراف د ښکاره نښو نښانو له امله تر څار لاندې وو او له لازمو اسنادو او شواهدو وروسته، نیول شوي دي. د ښاغلي خيبر په وینا، دغه وزارت هېڅچاته اجازه نه ورکوي، چې څوک د اسلامي نظام تر سیوري لاندې عقیدوي ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راولي.
مشرتابه: ا.ا له ټولې نړۍ سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسئولیت ادا کړی24 مې 2026
مشرتابه: د ا.ا په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق محفوظ دي؛ څوک پر چا ظلم نشي کولای او د ظلم مخه نیول کېږي24 مې 2026