د اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې لومړۍ غونډه کې پر دوو مهمو پروژو خبرې شوې.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابینې په لومړۍ غونډه کې د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ او کابل- کندهار لويې لارې په اړه خبرې شوې او اړوند ادارو ته دندې ورکړل شوې، چې پایلې دې د ریاست الوزراء له مقام سره شریکې کړي.: «د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کيلو متره ځمکې د استملاک په اړه بحث وشو او يو پلاوی وټاکل شو، تر څو د دې ځمکې د استملاک چارې له نږدې وڅېړي او پايله دې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. همدا راز د کابينې په دې غونډه کې ټولگټو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د کابل- کندهار لويې لارې د جوړولو چارې له کابل تر غزني پورې د دوهم سرک جوړولو لپاره له شرکتونو سره د تړون په اړه ناسته وکړي او پايله دې يې د رياست الوزراء مقام سره شريکه کړي، ترڅو يې د جوړېدو عملي چارې ژر پيل شي.»
د یادونې وړ ده، اوسمهال د کابل ـ کندهار لویې لارې باندې کار روان دی، چې په اوو برخو وېشل شوی او د جوړېدو تړونونه یې هم له اوو شرکتو سره شوي دي.