ځینې خلک په ټولنیز ژوند کې ډیرې څهرې لري، خو همېشه هڅه کوي هغه څهره وکاروي چې د خلکو په وړاندې د خوښې وړ وي، په پای کې یوه ورځ خپله اصلي څهره په داسې ځای کې څرګندوي چې د دوی له ځانه جوړ شوی نوم او شهرت خراب او د دوی د شخصیت اصلیت پکې ښکاره کېږي.
د مقاومت جبهې مشران هر وخت ځانونه هېوادپال او د خلکو د ملاتړو په څېر ښیي او د خلکو د ضایع شویو حقونو د دفاع چیغې وهي. دوی ځانونه د افغانستان یوازیني رښتیني مدافعین ګڼي چې باید په قدرت کې وي، نظام جوړ کړي، هېواد ته پرمختګ ورکړي او خلکو ته د ښه ژوند لارې چارې پیدا کړي.
خو دا ډله هېروي چې افغانستان اوس داسې رښتینو خلکو ته اړتیا لري چې په رښتیا هېواد پال او زړه سواند وي، نه داسې کسانو ته چې له پردیو سره تړلي وي او د دوی فکري باورونه له داسې افکارو څخه سرچینه اخلي چې د افغانستان له اسلامي عقایدو او ولسي افکارو سره په ټکر کې وي.
لیدل کېږي چې د دې ډلې مشران ځینې وختونه په پوهه او یا ناپوهۍ کې خپله اصلي څهره ښکاره کوي او خپل واقعیت په رسنیو کې وړاندې کوي. په داسې حال کې چې دوی لا هم په دې باور دي چې خلک په دومره کمزوریو، فکري او سیاسي تړاوونو برسېره بیا هم دوی جدي ګڼي او ملاتړ یې کوي. خو حقیقت داسې نه دی او هیڅکله به د دوی دا هیلې رښتینې ونه ګڼل شي.
د تیرې دوشنبې په ورځ، د کاتولیکانو مذهبي مشر فرانسیس وفات شو. د هغه تر وفات وروسته د نړۍ مشران، نړۍوالې ادارې او غربي شخصیتونه د تسلیت پیغامونه ورلېږي او د شنبې ورځې یې د جنازې مراسمو ته د ګډون لپاره چمتو شول.
د دې تسلیتونو په لړۍ کې مقاومت جبهې هم خپل د تسلیت پیغام خپور او غبرګون یې وښود. د تسلیت په پیغام کې یې راغلي دي: «موږ کاتولیکانو ټولنې ته د پاپ فرانسیس د مړینې تسلیت وړاندې کوو. هغه یو لوی شخصیت و چې د دینونو ترمنځ د خبرو اترو فضا یې پیاوړې کړه او په نړۍواله کچه یې د شفقت او تفاهم کلتور ترویج کړ. بشریت ته به د هغه کړي خدمتونه د تل لپاره یاد پاتې شي».
په داسې حال کې چې دا ډله غواړي د یوې داسې ټولنې رهبري په لاس کی واخلي چې مسلمانه، اسلام پاله او اسلامي اصولو ته ژمنه ده؛ داسې ټولنه چې وګړو یې څو ځله د دین او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره جهاد کړی، قرباني یې ورکړې، له خپل مال او ژوند څخه تېر شوي ترڅو دین یې خوندي پاتې شي.
داسې دوه ګونې څهرې او له غرب سره اړیکې ښيي چې د مقاومت جبهې او دوی ته د ورته ډلو مشران پرته له بهرني ملاتړ څخه خپل اهداف نشي ترلاسه کولی. دا ډلې نه یواځې له غرب سره تړاو لري، بلکې همېشه د اسلام د دښمنانو د خرابو برنامو او توطیو د پلي کولو وسیلې پاتې شوي دي. د پاپ د مرګ په اړه همدردي څرګندول ښيي چې د دې ډلې فکر د اسلامي اُمت د درد په ځای، صلیبي کلتور او غرب ګرايي ته ډېر مایل دی.
په حقیقت کې د مقاومت جبهه او ورته ډلې اکثراً د سیاسي تبلیغاتو او پردیو ګټو وسیلې دي؛ دوی له د اسلامي ارزښتونو یواځې د شعار په توګه کار اخلي، خو په عمل کې د استعمار او کفر د ګټو لپاره حرکت کوي. د پاپ په مړینه د تسلیت پیغام دا ښیي چې دوی نه د مسلمانانو له درد څخه خبر دي او نه د اسلامي امت د رنځ احساس ورته کېږي، بلکه دوی پردي کلتور او غربي فکر ته ژمن دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.