د کب یا حوت لسمه د افغانستان په زرین او ویاړلي تاریخ کې له هغه ګوتو په شمېر ورځو څخه یوه ده، چې د دغه هېواد پر اسمان پکې د آزادۍ، استقلال او خپلواکۍ د روښانه لمر څرک راولګېد. په دې ورځ ستر معاصر استکبار (امریکا) په دغه ویاړلي هېواد کې له نږدې دوه لسیزې ستړې او پښېمانوونکې جګړې وروسته، د خپلې بدنامې او شرمېدلې ماتې سند په خپلو لړزېدلو ګوتو لاسلیک کړ او له افغانستانه د تېښتې او پښو سپکولو لړۍ یې چټکه کړه. د امریکا او د دوی د متحدینو د ماتې او د افغانستان د استقلال او بریا دا تړون د ۱۳۹۹ کال د حوت یا کب په لسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شو.
د دغه تړون تر لاسلیک وروسته، د امریکا په لاس جوړې شوې او د دوی له ملاتړه برخمنې اجیري ادارې پښې هم په لړزېدو شوې او په دوه لسیزو کې په سلګونو میلیارده جوړه شوې هغه اداره له ټولو تشکیلاتو، نظامیانو، استخباراتو، ملکي او غیر ملکي ادارو سره یوځای په لږه موده کې وشړېده، امریکايي او ټول نړۍوال یرغلګر سرتېري او د تېرې افغان ادارې چارواکي او نور قراردادیان په بېړه وتښتېدل، د افغانستان د استقلالیت او خپلواکۍ د زرین پېر پیلامه شوه او په دې سره دا په معاصر تاریخ کې په افغانستان کې د درېیم زبرځواک د شرمېدلې ماتې د ورځې په نوم ثبت شوه.
له دې ورځې نږدې دوه لسیزې وړاندې امریکا پر افغانستان د یرغل لپاره په نړۍواله کچه اشر وکړ، لسګونه هېوادونه یې د ځان ملګري کړل او پر افغانستان یې هغه مهال ناتار جوړ کړ، د هغه مهال د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ، زرګونه عام افغانان یې شهیدان کړل، میلیونونه نور یې له خپل هېواده کډوالۍ ته اړ کړل، د افغانستان عامه تأسیسات او دولتي ودانۍ یې په کروز او بالسټیک توغندیو، بي دوه پنځوس الوتکو، کلسټر او نورو بمونو وران کړل او پر دغه هېواد یې د یوې کرغېړنې، پردیپالې او لاسپوڅې ادارې حاکمیت ته لار هواره کړه. امریکا هغه مهال طالبانو او د بهرنیانو پر ضد جنګېدونکو او مخالفو افغانانو ته خبرداری ورکړ، چې سوله ورسره نه کوي، تسلیمي یې هم نه مني او آن د ځمکې له سره یې ورک کوي.
په همدې موخه یې لسګونه زره خپل او د متحدینو ځواکونه، پرمختللې وسلې، زرغره وال ټانګونه، الوتکې، ستر بمونه، توپونه او نور پرمختللي نظامي او غیر نظامي تجهیزات افغانستان ته راوړل او د دغه هېواد په کلیو او بانډو کې یې د افغانانو د وژلو، بې کوره کولو، زندانونو ته د اچولو، ربړولو او ترهولو لړۍ پیل کړه. په افغانستان کې یې بدنامې او جنایتکارې ملېشې له ځان سره یو ځای کړې، دوی ته یې څوکۍ ورکړې، بې شمېره ډالر یې ورکړل او هر ډول امکانات یې ورته برابر کړل، دوی یې هم په بدل کې له امریکا سره د ملاتړ په لار کې له هېڅ خوش خدمتۍ لاس په سر نه شول. امریکا په دې نیت راغله چې افغانستان نور د تل لپاره د ځان کړي، د خپلې خوښې حکومت یې پکې حاکم وي، سترې پوځي اډې او مرکزونه یې پکې مستقر وي او د دغه هېواد جغرافیايي موقعیت او ارزښت ته په کتو، چې څه یې زړه غوښتل هغه پکې وکړي.
د امریکا او د هغوی د متحدینو دا ورځې ډېرې ژر معکوسې شوې، ډېر ژر یې محاسبې برعکس راووتللې او د لوبې مسیر یې ډېر ژر بدل شو. تر دې چې امریکا او ټولو متحدانو یې د افغان مبارزینو، پر آزادۍ او خپلواکۍ مینو خلکو په وړاندې تر هر ډول زور، ظلم، جبر او زر کارولو وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې دا خاوره او دا وطن هغه څه نه دی چې دوی یې په اړه محاسبه کړې وه، نو یې ژر تر ژره د خپلو ستراتېژیو په بدلولو پیل وکړ او په دغه هېواد کې د نظامي ماتې له منلو پرته بله لاره ورته پاتې نه وه.
په افغانستان کې امریکا او متحدینو یې په نږدې دوه لسیزو جګړو کې زرګونه پوځیان له لاسه ورکړل، زرګونه یې دایمي معلول شول، لسګونه زره یې په رواني ناروغیو اخته شول، ډېرو یې ځان وژنې وکړې، ټرېلیونونه ډالر یې حدر شول او حیثیت یې په نړۍواله کچه تر پښو لاندې شو. دغه راز په افغانستان کې دننه ملاتړو یې هم د عبرت ډېر درسونه واخیستل. د نړۍ لږ ولسونه او ملتونه به په خپل تاریخ کې د دا ډول ورځو شاهدان وي، خو افغان ویاړلی ولس بیا په خپل ویاړلي تاریخ کې دا ډول ډېرې ورځې لري.
دا ورځ هم نړۍوالو زبرځواکونو، هم د دوی داخلي ملاتړو او خوش خدمتیانو او هم په خپله افغانانو ته ډېر زیات درسونه لري. زبرځواکونو ته یې درس دا دی چې د افغانستان په اړوند د هرې پرېکړې له کولو وړاندې یو ځل تاریخ ته مراجعه وکړي او واقعیتونه په خلاصو سترګو وګوري، داخلي ملاتړو ته یې ستر درس دا دی، چې پردی کټ تر نیمو شپو وي او پردي هېڅکله د چا نه خپلېږي، نو د شخصي ګټو په خاطر پردیو ته خوش خدمتي نه جبرانېدونکی خیانت دی چې تاریخ یې هېڅکله نه هېروي. افغانانو ته پکې عبرت دا دی چې لکه څنګه چې د زبرځواکونو د راڅملولو لپاره په خپلو کې سره یو موټی او متعهد کېږي، همداسې باید د خپل آزاد، خپلواک او مستقل هېواد د ابادۍ لپاره سره ودرېږي او پردیو توطیو ته اجازه ورنه کړي چې په وینو او هډونو ګټلې دا آزادي ترې بیا په نیمه بیه ولاړه شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.