د کرنې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ چارسمبالی وزیر عطاء الله عمري لوگر ته د خپل سفر پر مهال ویلي، په افغانستان کې د کرنې په عصري کېدو سره موږ ځان بسیاینې ته رسېږو.
د خبرپاڼې له مخې، په تېرو شلو کلونو کې د کرنې د پیاوړتیا او عصري کېدو لباره هېڅ کار نه دی شوی؛ خو د افغانستان ۸۰ سلنه وگړي اوس هم په کرنه بوخت دي.: «موږ د کرنې، مالدارۍ، اوبو لگولو، طبیعي سرچینو او د هېواد د ځمکو تثبیت په برخو کې پينځه بنسټیز پروگرامونه لرو.
نيالگي اېښودل د هېواد د سمسورتیا او زرغوتنیا لامل، د طبيعت لپاره مرهم او د خلکو د روغتيا لپاره گټور دي.»
نوموړي ویلي، که چېرې د دې برخې د عصري کېدو لپاره کار وشي ډېر ژر به افغانستان ځان بسیاینې ته ورسېږي.:«په روان کال کې د کرنې د پیاوړتیا او د بزگرانو د ملاتړ په موخه ۱.۳ میلیونه افغانۍ د هېواد په بزگرانو وېشل شوې او په راتلونکي کال کې تر ۲ مېلیارده پورې نورې افغانۍ هم په بزګرانو ووېشل شي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په لوگر کې د نیالگیو کېنولو ملي کمپاین د « نیالگي کېښودل وچکالۍ له منځه وړل» تر شعار لاندې پیل شو، چې د کرنې د وزیر په گډون پکې گڼو چارواکو برخه اخیستې وه.په لوگر کې سږ کال څه باندې ۱۰۰ زره نیالگي اېښودولو ته چمتو شوي دي.
د لوگر ځايي مسوولینو له خلکو غوښتي چې نیالگي کېنوي، ساتنه یې وکړي او د هېواد په زرغونتیا کې دې خپله برخه واخلي.لوگر د پلازمېنې کابل گاونډی ولایت دی، چې ډېر خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.