د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطيف منصور د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې د اوبو يو شمېر بندونه چې د جمهوريت پر مهال يې کارونه پيل خو نيمګړي پاتې و، د سرپرست حکومت په راتګ سره يې کارونه پيل او ځينې يې بشپړ شوي دي.
ښاغلي منصور زياته کړه چې د کمال خان بند يو له هغه بندونو څخه دی، چې دمګړۍ يې چارې سل سلنه بشپړې شوې او د کابل د شاه او عروس بند چارې په بشپړېدو دي.
نوموړي ویلي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت په پام کې لري، چې د هرات د شينډنډ ، د تخار د کوکچه سفلا ، غزني د زردالو او د کابل د باغ درې بندونو جوړولو عملي چارې ژر تر ژره پيل کړي.
ديادونې وړ ده چې د حکومت د رسنيو په مرکز کې نن د امارتي ادارو د لاسته راوړو پروګرام د تشريح په دوام د اوبو او انرژۍ وزارت خپلې يو کلنې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه تشريح کوي.