د کندهار د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست وايي، د کندهار موزیم د نوې ودانۍ د ترمیم د لومړي فاز چارې پای ته رسېدلې دي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس انعام الله سمنگاني وايي، د موزیم د نوې ودانۍ د لومړي فاز چارې پکې د ودانۍ رنگول، د دروازو جوړول، د مزایقو لگول وو، پای ته رسېدلې او ډېر ژر به یې د دویم پړاو چارې هم پیل شي.:«په دویم پړا کې د دې نوې ودانۍ د مزایقو لگول او د پخواني ځای څخه د تاریخي اثارو او نندارتون لېږدول او ځای پر ځای کې شامل دي.»
د ده په خبره، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په همکارۍ د افغانستان د فرهنگي ميراثونو د ساتنې او څېړنې موسسې (CHACRI) په مرسته، د اطلاعاتو او کلتور رياست تر څار لاندې د کندهار موزيم د اوسنۍ ودانۍ څخه د رياست پخوانۍ ودانۍ ته لېږدول کېږي، ياده ودانۍ چې ځينې برخې يې ترميم ته اړتیا لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي موزيم رياست او د افغانستان د فرهنگي ميراثونو د ساتنې او څېړنې موسسې (CHACRI) په همکارۍ يې ترميماتي کارونه پیل شوي دي، چې د موزيم ودانيو ته په کتلو به په معياري ډول جوړ او اوسنی موزيم به ور ولېږدول شي.: «په دې سره به د کندهار موزيم ځانته معياري ودانۍ ولري، له نورو اداري شعبو به جلا وي او ممکن د تگ را تگ لاره يې هم جلا شي، تر څو د ټولو سیلانيانو او هېوادوالو لپاره د تاريخي اثارو د نندارې په برخه کي اسانتيا موجوده وي.»
په کندهار موزيم کې تر دې مهاله د ۸۴۵ په شاوخوا کې ثبت تاريخي آثار موجود دي، په ياد موزيم کې د ځينو تاريخي اثارو قدامت د ۴۰۰۰ـ۸۰۰۰ قبل میلاد پورې رسېږي.