د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په پنځو بېلابېلو ولایتونو کې د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تور ۱۲ تنه نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله “اکس” پاڼه لیکلي، چې یاد اشخاص د بېلابېلو عملیاتو پر مهال په پنځو ولایتونو کې نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا ۴ تنه په نیمرزو، ۳ تنه په بامیانو کې د ۳۷۳ کیلو ګرامو کیمیاوي موادو، یو اندازه تیزابو او تریاکو سره په هرات، ۲ تنه د ۱۰۰۰ کیلو ګرامو سوډا او ۲۴۰ ګرام اهک سره په غور ولایت کې او یو تن د ۳۰ زرو ۸۰۰ نشه یي تابلیتونو سره په کابل ولایتونو کې نیول شوي دي.
ښاغلی قانع همداراز په ننګرهار، بدخشان او ارزګان ولایتونو کې په ۲۵۰ جریبه ځمکه باندې د کرل شويو کوکنارو د لمنځه وړلو خبر هم ورکړی دی.
هغه زیاته کړې ده، چې یاده شوې ځمکه باندې کرل شوي کوکنار د ننګرها ولایت په بېلابېلو سیمو، د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې له منځه وړل شوي دي.
یاده دې وي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د نشه یي توکو په قاچاق او پلور، د کوکنارو د کښت په مخنیوي، د انسان تښتوونکو او بېلابېلو جنایي جرمونو ترسره کوونکو پر وړاندې مبارزه قوي شوې او د دوی پر وړاندې جدي اقدامات ترسره شوي دي.