د کانونو او پټرولیم وزارت شمیرې ښيي چې دغه وزارت د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه د یو میلیارد او ۲۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت درې لوی تړونونه لاسلیک کړي دي.
د دغه وزارت د ویاند، همایون افغان په وینا، دغه قراردادونه د مالګې، ګاز او سمنټو په برخه کې دي چې یاد قراردادونه یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د کانونو او صنایعو خونه وايي، دا مهال له نورو هېوادونو سمنټ او ګاز واردېږي او په دې برخه کې پانګونه به له افغانستان سره مرسته وکړي چې ځان بساینې ته ورسېږي.