رویټرز خبري اژانس د کرملين ماڼۍ له قوله خبر ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان به د جنوري په ۱۷مه په روسیه کې يوه ليدنه ترسره کړي او له هغې وروسته به د ستراتیژیکو همکاریو يو جامع تړون لاسلیک کړي.
د روسیې کرملین ماڼۍ په اعلان کې راغلي « د روسیې او ايران دواړه مشران به په سيمه اييزو او نړيوالو مسالو د بحث سربېره د مسکو او تهران ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، لوژستيک، نظامي او دفاعي اړیکو د لا پراختيا په اړه خبرې او پرېکړې وکړي».
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» هم ويلي وو چې مسکو او تهران د ستراتیژیکو همکاریو د د داسې يوه تړون په لاسلیک کولو غور کوي چې پراخې نظامي او دفاعي همکارۍ به پکې شاملې وي.