د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر نورالدین عزیزي او د کار او ټولنیزو چارو چارسمبالي وزیر عبدالمنان عمري د هېواد د ځینو صادروونکو سوداگرو په حضور کې له یوه ازبېک سوداگر او یو افغان سوداگر سره چې د روسیې په فدراتیف جمهوریت کې فعالیت لري، لیدلي دي.
د سوداگرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او په تېره بیا د افغانستان د تازه مېوو د سم او معیاري پروسس او بهرنیو هېوادونو لکه د روسیې په فدراسیون کې د هغې لپاره د بازار موندنې په اړه خبرې اترې وشوې.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي عزیزي له قوله ویل شوي، موږ به د روسیې بازارونو ته د هېواد د کرنیزو محصولاتو او په تېره بیا د تازه مېوو د رسېدنې لپاره اړینې اسانتیاوې برابروو او په همدې بڼه ازبېک او افغان سوداگر روسیې ته د افغانستان د کرنیزو توکو او تازه مېوو د لېږد او هلته د بازار موندنې په اړه خپله مرسته اعلان کړې ده.
د افغانستان وچه او تازه مېوه ډېره پاکستان ته ځي؛ خو پاکستان هر کال د افغانستان د مېوو په وخت کې د تورخم او سپینبولدک لارې وتړي، چې له امله یې هر کال افغان سوداگرو ته مېلیونونه ډالر زیان اوړي.