رويټرز خبري اژانس د افغانستان د دفاع وزارت له لوري پر پاکستان د وروستي بريدونو د وضاحت په لفظونو تحليل کړی او وايي ياد وزارت پر پاکستان بريدونه له فرضي کرښې هاخوا بللي چې دا په مستقيم ډول دا معنا ورکوي چې د افغانستان دفاع وزارت ياده سيمه خپله خاوره ګڼلې او ډيورنډ ته د رسمي نه بلکې د فرضي يا تپل شوې پولې په سترګه ګوري.
رويټرز دغه راز په خپل راپور کې ليکلي چې د افغانستان دفاع وزارت د «hypothetical line» کلمه کارولې او وايي چې دا فرضي کرښه ده.
د يادونې وړ ده چې په انګليسي ژبه کې «hypothetical line» هغه څه ته وايي چې اصلا په حقيقت کې شتون نه لري او يو تپل شوی او له ځان جوړ شوی وي.