د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، فرانسې اوکراین ته پر روسیې د برید کولو اجازه ورکړې چې دا به د اوکراین د له منځه وړلو لامل شي.
د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو ویلي، اوکراین کولی شي پر روسیې د برید لپاره فرانسوي اوږد واټنه توغندي وکاروي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې اوکراین کولی شي د ځان د دفاع لپاره د روسیې په لور د فرانسوي اوږد واټن توغندي ور وتوغوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د اوکراین متحدان هڅه کوي خپل دریځونه یو بل ته نږدې کړي.