د بادغیس ولایت ځایي چارواکو وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې خلکو سلګونه ټنه د پستې حاصلات راټول کړي دي.
د مسوولینو په وينا په دې ولایت کې د پستې بڼونو سږ کال ښه وده کړې او سږنیو ورښتونو د پستې حاصلات نور هم زیات کړي دي.
دغه راز يو شمېر سوداګر وايي، تېر کال به څلور کيلو خامه پسته تر زرو افغانيو پېر او پلور کېدله، خو سږ کال یې بیا قیمت تر ٤٠٠ افغانیو پورې دی.
د بادغيس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د پستې حاصلات ښه و، خو خلکو له وخت مخکې دغه مېوه راټوله کړې او دې چارې یې په کیفیت منفي اغېز کړی دی.