د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير په پروان کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې توانېدلي چې د کورنیو سرچینو څخه هم د نظام لگښتونه پوره کړي او هم رغنیزې پروژې پیل کړي.
نوموړي ویلي، د اسلامي امارت له بریا سره سم د هېواد د ابادۍ او رغونې تر څنگ، په سیاسي ډگر کې هم د نظام پرمختگ ته لومړیتوب ورکول شوی چې مسوولین يې شپه او ورځ د هېوادوالو د هوساينې او د وطن د روښانه راتلونکې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.: «اسلامي امارت په تېرو نږدې درې کلونو کې توانېدلی له بهرنیو مرستو پرته د ټول نظام لگښتونه له کورنیو عوایدو پوره او په هېواد کې بنسټیزې پروژې پیل کړي.»
نوموړي وویل، د امریکا او ناټو پر وړاندې د جهاد بریا د افغانانو د یووالي پایله وه. څنگه چې جهاد گډ مسوولیت وو، همدا ډول اوسنی اسلامي نظام هم د ټولو ولسونو گډ ټغر دی.:«که چېرې پخوانیو واکمنانو اسلامي نظام حاکم او شریعت په بشپړ دول پلی کړی وی، نو د اسلامي نظام د استقرار لپاره به د افغانانو پراخو قربانیو ته اړتیا نه پیدا کېده.»
سیاسي مرستیال زیاته کړې، له گاونډیو او نړۍ سره د اسلامي امارت اقتصادي اړیکې د سالم سیاست پایله ده او د اسلامي همکاریو سازمان کې د افغان استازو گډون د افغانستان سیاسي بریا او له نړۍ سره د مثبت تعامل نښه ده.: «په بهر کې مېشتو پخوانیو چارواکو او مسوولینو ته ډاډ ورکړئ چې هېواد ته راستانه او باعزته ژوند وکړي. قومي مخور او علما دې اجازه نه ورکوي چې دښمن له نوي نسل څخه ناوړه گټه واخلي.»
نوموړي همدا راز د پروان قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د هېواد د ښېرازۍ او پرمختگ او د افغان ولس د هوساینې لپاره له ټولو شته سرچینو اغېزمنه گټه اخلي.