د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وايي، په هېواد کې د وروستیو سېلابځپلو سره د مرستې په موخه د بېلابېلو ادارو کمېټې جوړې شوې دي، چې سېلابځپلو سره به په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.
له یاد دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار کې د وروستیو سېلابونو له امله گڼو خلکو ته مرگژوبله اوښتې.: «افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېری وخت یې خلک د طبیعي پېښو له امله زیان ویني، له همدې امله مسوولې ادارې مکلفې دي چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته پر وخت د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ولري.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله زیانمنو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه د کورنیو چارو وزارت،اقتصاد وزارت، روغتیا وزارت، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او سرې میاشتې په مشرۍ په ترتیب سره د نجات، مرستو د جلب او جذب، روغتیا او ټپیانو ته د رسېدنې، د تکفین او تدفین او د خوراکي توکو د چمتو کولو او رسولو کمېټې جوړې شوې.: « پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون مشرتابه د ټاکل شوو کمېټو غړو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره دې د پېښې ځای ته ځان ورسوي او له شته امکاناتو څخه په گټه اخیستنې سره دې د زيانمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.»
د تېرې جمعې په ورځ په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې سېلابونه راووتل، چې له امله سلگونه کورونه ویجاړ، سلگونه تنه ټپیان او لسگونه تنه شهیدان شوي دي.
د بغلان ځايي مسوولین وايي، لا هم د ژغورنې عملیات روان دي.