Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شر او فساد ډلې د غرب په بنده ګۍ کې خپل ارزښتونه او ځانونه ویلي کړل!
    لیکني

    شر او فساد ډلې د غرب په بنده ګۍ کې خپل ارزښتونه او ځانونه ویلي کړل!

    صابر افغانصابر افغان20 نوومبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لومړۍ برخه(۱)

    د افغانستان په تاریخ کې داسې خلک تېر شوي، چې په نورو یې خپل ځان او یو څو ارزښتونه خرڅ کړي وو، خو دا چاره بیا د دوی له سقوط یا له منځه تللو ور هاخوا نه ده پاتې، خو د شر او فساد ډله د یو اوښتون او پردي یرغلګرو له شړل کېدو او ختمېدو سره سم بل یرغل ته زمینه سازي وکړه او خپلې ټولې ملیشې یې په صف کې سم سیده ور ودرول.

    دوی خپل تاریخ له لومړۍ ورځې د پردیو د ګټو لپاره د وطن په ویجاړۍ او خرڅلاؤ پیل کړی دی، راځئ د دوی تاریخ ته ځغلنده نظر وکړو!

    د شر او فساد ډلې مؤسس احمدشاه مسعود:

    احمدشاه مسعود خپلې لومړنۍ زده کړې، د پنجشیر په دره کې پیل کړې، چې وروسته بیا د کابل د استقلال په لېسه کې خپلو لومړنیو زده کړو ته ادامه او پای ورکړ، هغه وخت استقلال لېسه د فرانسې نصاب او بشپړې حمایې لاندې وه، چې نوموړی هغوی په داسې روحیه وروزلو چې له هر څه باید ډېر وفاداري په هېواد کې د پرانسې او د هغوی د متحدینو ګټو ته وښایي.

    نوموړي له استقلال لېسې پول تخنیک پوهنتون ته لاړ او په وطن کې د اړ او دوړ سره له هغه ځایه د پاکستان پر لور رهي شو، چې په پېښور کې یې د پاکستان د استخباراتو (ISI) لخوا حمایه کېدونکو کمپونو کې نظامي روزنه ترلاسه کړه؛ په دې کمپونو کې د وسلو او جګړې مختلف تاکتیکونه تدریس کېدل، او پاکستاني استخباراتو د دې مقاومت ملاتړ او لارښوونه کوله.

    پاکستاني استخباراتو له همدې کمپونو، احمدشاه مسعود مکار او فریبګر شخصیت د کاذب تبلیغاتو پر مټ وپړسولو او له یو غلام صفته سړي یې شمشیر جوړ کړ، هغوی د افغان مهاجرو په کمپونو کې د ده له عکسونو سره عجیب او غریب شعارونه لګولي وو، چې په دې عکسو یې دېوالونه او د ریکشاوو شاګانې لړلې وې؛ د دې تر څنګ غربيانو هم خپله میډیا د دوی لپاره وقف کړې وه، ځکه احمدشاه مسعود یواځنی سړی وو، چې د غرب او شرق دواړو ګټو ته ژمن او ژر اماده کېدونکی و.

    غرب د ده ساتنه د دې لپاره کوله، چې د نوموړي پر مټ د افغانستان خاوره په هر وخت او زمان کې ناامنه کولی شوه، چې غرب په دې ناامنیو کې خپلې ګټې لرلې.

    د کمونېزم او کپټلېزم جګړه د اروپا او شوروي پرځای په افغانستان کې کېدله، چې ګټې یې دواړو لوریو ته رسیدلې، همدا لامل وو چې له احمدشاه مسعود سره شوروي هم تړونونه لرل، چې د هغې تړنونو له جملې د شوروي ځواکونو د لویو لارو امنیت ساتل وو.

    د دې تر څنګ د پنجشیر په دره کې د بې جلبه لنډه غرو د زمردو په معدنونو چور او چپاول وو، چې په هر چا یې په ارزانه او کمه بیه خرڅول او هر طرف دا هڅه کوله چې له احمدشاه مسعود سره نږدې اړیکي وساتي، تر څو ډېره ګټه ترې تر لاسه کړي.

    احمدشاه مسعود یواځې په پنجشېر بسنه ونکړه او د بدخشان د لاجوردو په چور یې هم پیل وکړو، چې له پاکستان به چورلکې راتللې او له دې قیمتي ډبرو بار به بیرته ستنېدې.

    احمد شاه مسعود د شوروي تاړاک له ماتې او شړل کېدو وروسته د یو واحد قیادت د حاکمېدلو برعکس د جګړې یو نوی پړاؤ خلاص کړ او جګړې یې د قومګرایۍ اړخ ته بدل کړ؛ نوموړی چې یو افراطي نشنلیسټ و، د پښتنو د ځپلو تر څنګ یې نور قومونه هم تر خپلو وحشتونو لاندې ونیول.

    د احمدشاه مسعود بې جلبه پکولي لنډه غرو د کابل په ښار کې عامه وګړي په دې وژل چې ولې یې پوزې پیتي/چیتې دي!؟ له خلکو به یې سرونه پرې کړل او ستونی به یې په ګرمو غوړیو کې غوپه کول تر څو په وجود کې یې ساه د څو شېبو لپاره تم شي او تنه یې ټوپکې ووهي، دوی به دېته د «رقص مرده» نوم ورکاوه او له دې به یې خوند اخېست.

    دا شېبې کټ مټ هغې ته ورته وې، لکه په صلیبي جګړو کې چې صلیبیانو بیت المقدس له څلور میاشتې محاصرې وروسته ونیوه او بیا یې د ماشومانو سرونه په تېږو ټکول او له دغه کار یې خوند اخیست، هماغسې د مسعود لنډه غرو هم د قتل شویو د تنو له ټوپونو خوند اخیست.

    دوی د پنجشیر له غارګوټو راوتلیو درنده ګانو د کابل په خپل منځي جګړو کې اوویا زره بې ګناه افغانان تار او مار کړل.

    له هغې وروسته د ناټوګۍ او امریکې په رابللو دوی د خپلو ګټو ملګري سره یوځای کړل، چې په هغې کې یې هم بیرته د پښتنو خلاف ځینې را وڅرخول لکه د فساد او بې عقلۍ سیمبول عبدالرشید دوستم په دشت لیله کې په پښتنو را وګرځولو او ۵ زره بې ګناه افغانان یې پرې ووژل او په سرونو یې میخونه ورټک وهل.

    احمدشاه مسعود له دې ټولو وحشتونو وروسته بیا هم د پښیمانتیا احساس ونکړ، برعکس یې داسې ټولګی روزل شروع کړل، چې خپله له ده هم ډېر چالاک او په کم قېمت اخېستونکي عسکر شول.

    ادامه لري…

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو له پرله پسې مرګ ژوبلې وروسته پوځي عملیات پیل شوي

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.