ليکوال: عبدالله زاهد
په سيمه کې د روسيې او غرب سړه جګړه(Cold War) روانه ده، چې د غرب پروژه عربستان او پاکستان عملي کوي او د روسيې له طرفه دغه پروژه ايران عملي کوي.
دوی د دغې سړې جګړې لپاره يو د جنګ ميدان افغانستان ټاکلی؛ چې اوس د افغانستان اسلامي امارت د دوی مخکې خنډ جوړ سوی، او نه پرېږدي چې بيا ځلي افغانستان د پردۍ جګړې په ميدان بدل سي.
دغه سړه جګړه چې غرب و روسيې شروع کړې اکثره قربانيان يې مسلمانان او اسلامي ملکونه دي؛ چې هېوادونه يې د دوی د پروژو د عملي کولو په ميدانونو بدل سوي.
منځنۍ آسيا کې د امريکا او غرب دغه پروژې يو طرف عربستان او پاکستان پر مخ وړي او بل طرف بيا ايران دی؛ په سوريه، ليبيا، عراق او يمن کې چې کومې جګړې شروع وې/دي هم يې تر شاه د همدوی لاس دی.
افغانستان هم د همدې سړې جګړې ښکار وو، يواځې دوی نه بلکې افغانستان باندي دغو دوو طاقتونو مستقيم يرغل کړی تر څو افغانستان خپل او بيا د يو و بل مقابل ترې کار واخلي؛ خپل حريف ته افغانستان کې ماتې ورکړي.
دلته يې داسي نظامونه هم جوړ کړي وه چې د دوی په اشاره به يې هر څه کول لکه کمونيستان يا تېر د کرزي و اشرف غني غلام نظامونه؛ خو دواړه سوپر طاقتونه افغانستان کې د افغانانو په همت او قربانۍ سره مات سوي؛ هغه که د ۱۹۸۸ اپريل پر ۱۴مه روسان وه يا هم پر ۳۱مه د اګست د ۲۰۲۱ امريکا او غربيان وه.
په منځنۍ آسيا کې د دغو جګړو تر شا د روسيې او غرب لاس په مستقيم يا هم غير مستقيم ډول باندي ضرور وي؛ دا چې دوی غير مستقيم دې جګړو کې شکېل وي هغه په سيمه کې د عربستان، پاکستان او ايران په ذريعه دوی پر مخ بيايي، چې د عراق، سوريې، يمن او ليبيا حالات يې ښه مثالونه دي.
دا چې افغانستان آزادي واخيسته او امريکا و متحدين يې شرمېدلي او ناکامه له دې ملک څخه و وتل، او افغانان د آزادۍ، سولې او امن څخه برخمن سوه نو دغو طاقتونو افغانستان کې بيا ځلي سړې جګړې ته کار و وايه.
د دې سړې جګړې قرارداد يې عربستان او پاکستان ته وسپاره؛ چې بل طرف روسيې هم د دې سړې جګړې ميدان ته را ودانګل او د ايران په ذريعه هڅه کوي تر څو افغانستان کې سړه جګړه جاري وساتي.
د افغانستان د جغرافيوي موقعيت په خاطر دغو دوو سوپر طاقتونو ته افغانستان ډېر زيات اهميت لري ځکه يې هر يوه د خپل لاس لاندي ساتلو لپاره له وخته بې شمېره کوښښونه کړي.
عربستان او پاکستان د غرب په خوښه د داعش خراسان روزلو ته کار ويلی تر څو دلته يې افغانستان کې قوي کړي، روزنه يې پاکستان کې کوي او را لېږي يې افغانستان ته تر څو دلته امنيت خراب، روسيې او ايران ته سرخوږی جوړ کړي؛ بل طرف شمالي ټلوالې سره ايران مرسته کوي تر څو افغانستان کې پرې امنيت خراب او و يې جنګوي، واک ته يې و رسوي.
کله چې طالبان پر سر د قدرت راغله، د افغانستان واکمن سوه، نړۍ او دغو طاقتونو فکر کاوه چې افغانستان به يوې بلې کورنۍ جګړې ته ځي چې بيا به د دوی د پروژو عملي کول ډېر آسانه سي خو برعکس د طالبانو په راتګ سره په ټول هېواد کې امن راغلی، اميرالمؤمنين عمومي عفوه اعلان کړه او د ورورګلوي فضاء خوره سوه، افغانستان کې يو خودمختاره داسي نظام منځته راغلی چې خپل ملک او خپل حکومت کې د هيچا فرمايشات نه مني؛ دغه کار دغه دواړه طرفونو طاقتونه وارخطاء او نا اميده کړه.
ځکه يې د داعش خراسان او شمالي ټلوالې پروژې ته کار و وايه، تر څو لومړی دلته افغانستان کې امنيت خراب، د طالبانو دغه خودمختاره نظام ړنګ او داسي نظام دلته راسي چې دوی هر يو پکښي خپل خلک ولري او بيا د يو و بل مقابل پروژې افغانستان کې د افغانانو په ذريعه عملي او دا وطن د سړې جګړې يو ميدان وګرځوي؛ د يمن، سوريې، عراق او ليبيا په شان.
طالبانو پوره هڅه کړې چې د دغو طاقتونو دغه پروژې په افغانستان کې عملي نه سي، شمالي ټلواله يې ختمه کړې او داعش خراسان په ټول افغانستان کې پټنځای نه لري ځکه واپس پاکستان ته غورځېدلي او اوس هلته نوې پلانونه تړي تر څو افغانستان کې بيا ځلي د دغو طاقتونو لپاره سړه جګړه پيل کړي.
دا چې دغه دواړې پروژې(داعش خراسان او شمالي ټلواله) افغانستان کې ناکامه شوه او د دوی د پروژو د عملي کولو لوی خنډ طالبان سوه؛ ځکه پاکستان پر يو ډېر خطرناکه پلان کار شروع کړ: د شمالي ټلوالې او داعش خراسان د يو کولو پلان يې ترتيب کړ تر څو په ګډه د طالبانو مقابل و جنګېږي.
داعش خراسان او شمالي ټلوالې ته يې اسلام اباد کې غونډې برابرې کړي، چې بايد دوی يو له بل سره تسليحاتي او مالي مرستې وکړي او په ګډه د افغان موجوده حکومت سره وجنګېږي. هندوکش ته داسي اسناد هم په لاس ورغلي وو چې شمالي ټلواله او داعش په دغه بخش کې ګډې موافقې ته سره رسېدلي او يو د بل مرسته هم کوي خو بيا هم الحمدلله ناکامه ښکاري.
پاکستان ولي د شمالي ټلوالې او داعش خراسان يو کولو ته کار ويلی؟دا ځکه چې پاکستان ته له يوې خوا غرب او عربستان د دې پروژې عملي کولو په پار پيسې ورکوي؛ بل طرف پاکستان په هيڅ صورت نه غواړي چې افغانستان کې امن وي، ځکه د افغانستان امن نه يواځې دغه طاقتونه(روسيه او غرب) بلکې پاکستان هم د ځان لپاره سخت خطر بولي.
له يوې خوا د پاکستان جغرافيه (ډيورنډ لاين) په خطر کې راځي، بل طرف په اقتصادي لېول کې افغانستان د پاکستان لپاره بازار وو چې زړه به يې وغوښتل همغسي به يې استعمالوئ؛ ټرانزيټ، کالداره او نور اقتصاد يې خطر کې لوېدلی ځکه خو هر وخت د افغانستان هر پرمختګ دوی خپله تباهي بللې او مخالفت يې کړی؛ چې يو ژوندی مثال يې د قوشتپې کانال دی، چې په ډېره سپين سترګي سره پر عامه ميډيا يې پاکستان د جوړولو مخالفت وکړ.
او بل چې هر وخت افغانستان کې جګړه شروع سوې ده؛ پاکستاني پوځ او آی ايس آی له نړيوالو پوره پيسې اخيستي. خپل جاسوسان او د خپل ملک له جغرافيې څخه په کار اخيستلو يې له نړيوالو څخه پيسې اخيستې او له جګړې يې ګټه پورته کړې؛ چې اوس د دغه پروژو د عملي کولو لپاره هم ده ته پوره حساب ورکول کېږي.
مه هېروئ چې د پاکستان نفوس ته په کتو او د دوی پوځ او حکومتي مصارف دوی بغير له جاسوسۍ؛ د غرب، عربستان و نورو طاقتونو څخه د پيسو اخيستلو نه سي پوره کولای؛ ځکه له جوړښت څخه تر ننه يې همېش پردو ته کار کړی او خپل حکومت او عوام يې د جاسوسۍ په دغو پيسو کنټرول کړي.
بله وجه افغانستان کې د اسلامي نظام قائم کېدل دي چې نه پاکستان او نه هم نورو همسايه ملکونو او نړۍ ته د منلو دی؛ ځکه افغانستان کې د اسلامي نظام په راتګ سره امن، خوشحالي، عدل او پرمختګ ته په کتو نورو ملکونو کې هم مسلمانان د اسلامي نظام د حاکميت غوښتونکي سوي.
دا چې پاکستان دغه دوې ډلې د افغانستان د اسلامي امارت مقابل روزي، فکر کوي چې دوی به افغانستان کې د طالبانو حکومت ته مشکل جوړ کړي؛ خو دلته افغانستان کې به بريالي نه سي، اما منځنۍ آسيا لپاره تر ټولو خطرناکه پروژه به همدا د داعش او شمالي ټلوالې يو ځای کېدل سي؛ ځکه د شمالي ټلوالې په جامه کې به داعش خراسان (غربي پروژه د عربستان او پاکستان په ذريعه) د روسيې متحدين ملکونو ته په منځنۍ آسيا کې ځانونه رسوي؛ چې ډېر ژر به د منځنۍ آسيا ځينو نورو هېوادونو لکه تاجکستان، ايران، ترکمنستان ازبکستان او….. کې داعش خراسان فعاليت شروع کړي ځکه دغه ملکونه د شمالي ټلوالې سره نژدې اړيکې لري.
دا چې د پاکستان بهرنۍ پاليسي خپلواکه نه ده او همېش د غرب لپاره په سيمه کې د سړې جګړې د پروژو د عملي کولو تر ټولو اولنی انتخاب ګرځېدلی؛ د دې لپاره د پاکستان دوو مشرانو( بوټو او عمران خان) هڅې وکړې تر څو پاکستان خودمختاره کړي، تر څو د پاکستان حکومت د غرب د پروژو د عملي کولو لاسپوڅي پاته نه سي؛ د خپلې خارجي پاليسۍ د تغير هڅه يې وکړه.
بوټو په هغه وخت کې لومړی بندي او بيا يې په دار و ځړوئ، همدغسي چې کله عمران خان هڅه وکړه چې د پاکستان بهرنۍ پاليسي خودمختاره کړي نو بندي سو، اوس هم د مرګ شيبې د پاکستان محبس کې شماري چې کله به يې و وژني؛ ولي چې د پاکستان پوځ او آی ايس آی نه غواړي چې خپلواکه سي. دوی په دغه غلامۍ او د غرب د پروژو په عملي کولو سره ميلونران سوه؛ خو ولس او سيمه يې تباهۍ ته رسولې.
د همه شموله نظام غوښتنه د نړيوالو او همسايه ګانو هم ځکه ده چې دوی خپل جاسوسان نظام کې داخل، بيا د دوی د پروژو عملي کولو افغانستان کې ترې کار واخلي؛ چې طالبانو ورته مطلق د «نه» ځواب ويلی؛ ولي چې دې کار سره به د دغو جاسوسانو په ذريعه افغانستان بيا ځلي جګړې ته بيايي.
دا چې طالبان افغانستان د سړې جګړې د جنګ له ميدانه ژغوري، بايد په پوره طاقت سره يې ولس لا هم ملاتړ وکړي او تر شاه يې ودرېږي، ځکه نور دا ولس د جنګ تاب نه لري. پای