د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د سرمشريزې ۷۹ مې غونډې په يوه څنډه کې د اسلامي همکاريو د سازمان عمومي مشر « حسين ابراهيم طه » سره په ناسته کې هرڅه ژر د اسلامي هېودانو د مشرانو د فوق العاده ناستې د جوړلو غوښتنه کړې ده.
عراقچي د صهيونيستي رژيم له لوري په لبنان او غزه کې وروستيو بريدونو او نسل وژنې ته په اشارې وېلي چې د اسلامي همکاريو سازمان بايد په دې اړه خپل مسولیت ادا کړي او هر څه ژر دې د اسلامي هېوادونو فوق العاده غونډه راوبلل شي او د صهيونيستي اسرائيلو د وحشتونو په مخنيوي دې غور وشي.