ليکوال: عبدالله زاهد
غرب همېش د انسانيت د دفاع نارې وهي، دغه نارې يې يواځې د انسانيت د غولونې او خپلو وحشتونو ته د لارې پيدا کولو ذريعه ده؛ همېش يې د انسانيت د دفاع په نامه وحشتونه کړي او بې ګناه مسلمانان يې قتل عام کړي، د جابر نظامونو کومک ته يې هغه وخت را دانګلي چې پکې د مسلمه امت د قتل عام موقع پيدا سوې وي.
نن چې فلسطين کې کوم وحشتونه روان دي، ماشومان، ښځې، ځوانان او سپين ږيري په وينو کې لت پت دي، دا هم د امريکا او غرب په مرسته د نړۍ ستر وحشيان اسراييل کوي، عجيبه دا ده چې زرګونه انسانان يې وژلي او نوم يې ورته د انسانيت د دفاع ورکړی؛ بين الملل او ټوله نړۍ ورته ګوري خو هيڅوک د دې وحشت او د انسانيت د قتل عام د مخنيوي لپاره نه رامخته کېږي؛ اما کله چې بيا د مسلمه امت ځوانان را ولاړېږي او د دغه بې ګناه انسانانو د قتل عام د مخنيوي په پار جهاد ته ملا تړي؛ نو ټوله نړۍ په شور کې شي چې ترهګر دي.
کفار خو څه کوې، د اسلامي نړۍ هېوادونه چې و ځان ته مسلمانان وايي خو د دغو بې ګناه انسانانو قتل عام ته ترهګري وايي، مرګ يې روا بولي او د مسلمانانو وژلو کې ورسره پوره مرسته کوي، دغه عرب او عجم، کفر و مسلمانان ټول د مسلمه امت د قتل عام خاموشه ننداره کوي.
د اسلامي هېوادونو ټول حکومتونه؛ د غرب يا د روس او نورو طاقتونو تر لاس لاندې دي، هيڅ آزاد نظام نړۍ کې وجود نه لري، بغير له افغانستان څخه؛ چې اوس دغه ټول اسلامي غلام هېوادونه او نور کفري هېوادونو په يوه اتحاد د افغانستان مخالف قرار نيولی؛ په پوره شدت سره يې مخالفت کوي، تر څو د مسلمه امت دغه يواځينی اسلامي نظام هم قائم پاته نه سي؛ دا ځکه که دغسي نظام نړۍ کې پاته سي بيا به له دوی څخه د مسلمان د هر څاڅکې بدله اخلي، دوی تاريخ لوستلی ځکه آزاد اسلامي نظام نړۍ کې نه سي منلای.
همدا امريکا وه چې عراق کې يې تر 460000 څلور سوه شپېته زره مسلمانان شهيدان کړه او په دې جګړه کې نه يواځې غرب، بلکې اسلامي هېوادونه هم ورسره ولاړ وه، همدغسي امريکا او متحدينو يې شل کاله افغانستان کې بې ګناه افغانان و وژل، د نورې نړۍ سربېره ورسره اسلامي هېوادونو هم مرسته کول؛ زموږ همسايه پاکستان پر افغانستان د يرغل کولو لومړۍ زينه جوړه سوه او شل کاله د ده له خاورې څخه يرغل جريان درلود.
په يمن کې هم ورته داستان او د بې ګناه انسانانو قتل عام شروع وو او دغسي اوس هم امريکا په ډېرو جګړو کې مستقيم او غير مستقيم ښکېله ده؛ چې دغو جګړو کې امريکا خپلې ګټې خوندي کوي، بې ګناه انسانان وژني خو خپل ولس ته وايي چې دا جګړې د انسانيت د دفاع په خاطر دي؛ حقيقت کې د انسانيت دښمني او قتل عام ته د انسانيت نوم ورکوي.
غرب چې څومره جګړه د وسلې په زور کوي، له هغه څخه خطرناکه جګړه يې فکري جګړه ده، چې پر مخ يې بيايي او ډېری ځوانان يې د ډيموکراسۍ، انسانيت او په رنګارنګ شعارونو غولولي چې امريکا پرې خپلې شومې دسيسې عملي کوي؛ خو دغه ناخبره ځوانان پخپل ځان نه پوهېږي چې څنګه يې غرب د خپلو ګټو په پار استعمالوي.